د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالۍ کېدونکې دي


د پاکستان سوپر لیګ کرکټ سیالیو وروستو د فاټا سوپر لیګ په نوم کرکټ سیالۍ کېږي. د قبایلي سیمو اوسېدونکي وايي چې دوی ډېر تکړه لوبغاړي لري چې د دغه لوبو له لارې به یې نه یوازې وړتیاوې رابرسېره شي بلکې دغه ډول سیالۍ یې د سیمې امن او سوکالۍ لپاره هم ګټورې دي.

د فاټا کرکټ اتحادیې تر سیوري لاندې دسږني کال د اپرېل په درېیمه نېټه په ټولو قبایلي سیمو کې د فاټا سوپرلیګ په نوم د کرکټ سیالۍ پیلېږي چې پکې به د سیمې څلرویشت ډلې برخه اخلي.

د فاټا سوپر لیګ چېرمېن او ارګنایزر تیمور اپریدي مشال راډیو ته وویل چې دا لوبې به د قبایلو په څلور ایجنسو کې کولې شي چې پکې ښار سټېډیم باجوړ ، جمرود سټېډیم خيبر ایجنسۍ ، پاړه چنار کرکټ سټېډیم کرمه ایجنسئ او د دې لوبو اخیري یا فاینل مېچبه په یونس خان سټېډیم میران شاه شمالي وزیرستان کې کېږي

تیمور اپرېدي وايي فاټا کرکټ اسیوسېشن چې له پاکستان کرکټ بورډ سره تړلې دی او دوی چې کله پاکستان سوپرلیګ وکتلو او د هند سوپرلیګ د کرکټ لوبې چې وکتلې نو د دوی هم خواهش پیدا شو چې نړۍ ته وښايي چې قبایلو کې هم دومره صلاحیتونه موجود دي او دنیا ته چې کوم تصویرښودل شوې چې قبایل ترهه ګر دي نو د دې لوبو په زریعه ورته دوی ښودل غواړي چې قبایل امن خوښي خلک دی او د دنیا سره تګ غواړي.

مشال راډیو چې د الحاج خېبر ایګل کرکټ لوب ډلې د څښتن د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل نه په دې اړه وپوښتل نو هغه وویل تاسو به کتلي وي چې په کومه سیمه کې لوبې وي هلته به امن وي نو د دوی سره هم ډیر صلاحیتونه دي او چې د قبایلو چې کوم ځوانان دي چې د خپلو خلکو په خېګړه راشي که په هره لار وي که هغه د لوبو وي او که بله لار وي نو دوی په دې وجه دا لوبې تابیا کړي دي.

د وزیرستان نیګیالي کرکټ لوب ډلې څښتن عصمت وزیر مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي سیمو کې تکړه او صلاحیت لرونکي لوبغاړي موجود دي نو دوي غواړي چې د دې سیالیو په زریعه دغه لوبغاړي مخې ته راشي.

مشال راډیو چې په اسلام اباد کې د لوبو د یو تجزیه کارعبدالغفار نه د دې د لوبو د اهمیت په اړه وپوښتل نو هغه وویل له فاټا په دې وخت کې شمیم ګل اپریدي ، شهنشاه اپریدي او حیات الله خان باجوړي دوی ځانګړی یو مقام پیدا کړی او د پاکستان د نولس کالو کم عمره لوبغاړو په نړیوالو د کرکټ په سیالیو کې هم برخه اخستې نو دا رنګ په قبایلو کې ډېر تکړه لوبغاړي شته دی که چرته داسې موقې ورته په لاس ورکړل شوې نو ډېره ګټه به ترې پورته کړي او نن په قبایلو کې ډېر د کرکټ مینه وال شته دی نو دا لوبې به ډېرې کامیابې شي.

د دې کسانو په وینا چې دوی به هر کال د کرکټ لوبو دا سیالئ کوي چې د قبایلي سیمو ځوانان هم د لوبو په میدان کې خپل صلاحیتونه نړۍ ته وښيي.

XS
SM
MD
LG