د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مسکو غونډې ته طالبان نه وربلل کېږي'


افغان چارواکي وايي په اپرېل میاشت کې په مسکو کې کېدونکې غونډې ته طالبان نه دي وربلل شي ځکه چې دغه ناسته د دولتونو په کچه ده.

د افغان ولسمشر ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ازادي راډیو ته وویل چې روسیه او افغانستان په دغه ناسته کې د یوشمېر نورو هېوادونو په شتون کې د افغانستان سولې او ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې پر موضوغ بحث کوي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

"په هغه ناسته کې چې اپریل میاشت کې په مسکو کې جوړېږي، ۱۲ هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده. طالبانو ته پکې بلنه نه‎ده ورکړل شوې. دا مهمه ناسته د دولتونو ترمنځ ده او دولتونه د یادو شرایطو او د سولې په اړه د روسیې او افغانستان د ګډ دریځ په اړه بحث کوي."

دا په داسې حال کې ده چې اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د یو شمېر طالبانو له قوله راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکي هڅه کوي طالبان د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره وهڅوي.

د یادې سرچینې په وینا اسلام‎اباد له دې امله تر نړیوال فشار لاندې دی هغه طالبان چې په دغه هېواد کې مرکزونه لري سولې ته اړ باسي.

اسوشیېټېډ پرېس دغه شان د دوو طالب چارواکیو په حواله چې نه یې دي غوښتي نومونه یې واخېستل شي ویلي، که د مسکو ناسته کې ګډون وکړي خپلې غوښتنې به مطرح کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې دا شان راپورونه ناسم وګڼل او رد یې کړل.

افغان چارواکو ویلي چې مسکو کې ناسته د افغانستان د سولې په اړه او دغه شان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په هدف د راتلونکې میلادي میاشتې په نیمايي کې جوړېږي.

په دغه ناسته کې به د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون ۱۲ هېوادونه ګډون وکړي.

روسي چارواکو ویلي چې په دغه غونډه کې یې امریکا ته هم بلنه ورکړې خو لا تر اوسه روښانه نه‎ده چې امریکايي چارواکي به په دغه ناسته کې ګډون وکړي او که نه؟

په تېرو دوو میاشتو کې روسیه د افغانستان په اړه د دوو نورو ناستو کوربنه هم وه چې په لومړۍ هغه کې یې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې او د دغه هېواد له تُند غبرګون سره مخ شوه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه حاجي محمد داوود وايي، پاکستان مخکې تردې چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان په وړاندې خپله پالیسي اعلان کړي په دا شان کړنو سره غواړي وښيي چې په افغانستان کې د سولې پلوي دی.

سیاسي چارو کارپوه حاجي محمد داوود
سیاسي چارو کارپوه حاجي محمد داوود

نوموړی وايي:

"پاکستانیان غواړي نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا ته وښيي چې په ټوله کې د افغانستان د سولې پلویان دي او غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته کښینوي، یعنې په یو ډول اعتبار تر لاسه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې د افغانستان، پاکستان او برېتانیا په درې اړخېزه غونډه کې ترګډون وروسته مسکو ته ولاړ.

ښاغلي اتمر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیرسره تر کتنې وروسته وویل چې افغانستان مسکو خپل سیمه ییز ملاتړی ګڼي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې همکارۍ ارزښمنې ګڼي.

خو ولیدل شي چې روسیه د یو پیاوړي هېواد په توګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د سولې برخه کې څرنګه رول لوبوي او یا د خپلو اړیکو او نفوذ نه په ګټې اخېستنې سره به طالبان د افغان حکومت سره د خبرو میز ته کښینوي که څنګه؟

XS
SM
MD
LG