د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: د پاڅونوالو پر ځای دې امنیتي ادارې په وسلو سمبال کړل شي


Afghanistan Logar province volunteers
Afghanistan Logar province volunteers

خوست ــ په لوګر کې ولسي پاڅونوال وايي، چې دوی په وروسیتو کلونو کې د خپلو لسګونو ملګرو د ژوند په بیه ډېر کلي د وسلوالو له شتونه پاک کړل، خو اوس چې په سیمو کې يې امن ښه شوی او امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي، نو غواړي له خپلو کلیو د سولې هڅې پیل کړي.

بل لوري ته د یاد ولایت قومي مخور او مدني فعالان د پاڅون کوونکو د دې اقدام ستاینه کوي او زیاتوي چې هر یو غیر مسوول وسلوالچې د جنګي حالت نه ملکي حالت داخلیږي، دا د امن او ټیکاو سره مرسته کوي.

د پاڅونوالو مشر سید فرهاد اکبري مشال راډیو ته وایي، پخوا به ډیری وخت له مازدیګر وروسته د کابل عمومي سړک ته مخالف وسلوال راوتل، خو کله چې دوی يې پر وړاندې وسلې ته لاس کړ، نو دا لاره امن شوه او د لارې په اوږدو کې وسلوال فعالیتونه هم ورک شول.

نوموړی وايي هڅه کوي، چې دا ځل سوله له خپلو کلیو پیل کړي.

سیدفرهاد کاظمي زیاتوي:

((موږ پنځه کاله عملاً په جنګ کې ګډون درلود، موږ د وسلوالو له وجوده ډېر کلي ازاد کړي وو، موږ بیا سره کښیناستو تر څو ځانونو کې یو څه تغیر راولو، مشوره مو داوه چې راځئ د سولې یوه تجربه وکړو، که خدای وکړي چې پدې افغانستان کې سوله راشي ډېر به ښه وي، الحمدالله دا پلا بیا موږ دا کوښښ وکړ چې سوله د خپل کلي څخه شروع کړو.))

Afghanistan Logar province volunteers
Afghanistan Logar province volunteers

د لوګر د ولایتي شورا مشر ناصر غیرت وایي، پاڅونوالو په لوګر کې د امن د ټېنګښت لپاره ځانيقربانۍ ورکړې، خو اوس يې د سولې غږ هم د تاید وړ دی:

((هر څوک چې د وطن د خدمت لپاره ټوپک را اخلي، د وطن نه دفاع کوي، هغه طبعاً د وطن په ارامی کې مثبت تمامیږي، دې خلکو چې اوس د سولې غږ پورته کړیده، زه د دوی دغه غږ تایدومه ، موږ هم د دې طرفدار یو چې تر دې وروسته غیر مسوول او نور هر څوک چې وي د سولې لپار کار وکړي.))

د ولایتي شورا غړی ولي وکیل وایي، کچېرې وسلوال پاڅونوال او نور هر ډول نا مسوول وسلوال وسلې پر ځمکه کېږدي او ملکي ژوند ته راوګرځي، نو مثبته پایله به ولري او په امنیتي حالت کې بههم ښه والی راشي.

ډاکټر عبدالولي وکیل وايي:

((هر وسلوال کس چې د جنګي حالت نه ملکي حالت ته راښکته کیږي، پدې باندې موږ یو د خوشخبري احساس کوو، دا د افغانستان او د لوګر د خلکو لپاره یوه ښه خبر وي، نه یواځې وسلوال پاڅون کوونکي بلکې وسلوال مخالفین نور له ټوپکه ستړي شوي دي، نو طرفین چې د وسلو کېښودولو ته راشي، وسلې کیږي او په ملکي فعالیتونو باندې کار وکړي، دا زموږ لپاره یو ښه خبر دی.))

بل لوري ته په ولسي جرګې کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی وايي، د غیر مسوولو وسلوالو خوځښتونو ښې پایلې ندي لرلې، نو د پاڅونوالو پر ځای باید افغان امنیتي ځواکونه حمایه او تجهیزشي.

اکبر ستانکزی زیاتوي:

((تاسو وګورئ زموږ ملي اردو، په ملي پولیسو او حتی شپیته سلنه ټوله بودجه په پوځي سکټور باندې په مصرف رسیږي، نو زموږ ملي اردو، ملي پولیس او نورې ادارې شته، د غیر مسوولو وسلوالو په بې وسلې کېدو سره نا امني نه راځي.))

Afghanistan Logar province volunteers 2
Afghanistan Logar province volunteers 2

که څه هم په تېر کې یو شمېر ولسي پاڅونوال د سیمه ییزو پولیسو لیکو ته جذب شوي ول، خو سیمه والو په کراتو د دوی له غیر مسلکي چلند څخه شکایت کاوه او غوښتنه يې کوله، چې افغان دولت دې د غیر مسلکي کسانو پر ضد په خپله د امنیتي ځواکونو لیکې پیاوړې کړي او هغوی ته دې ښه جګړه ییز وسایل او تجهیزات په اختیار کې ورکړي،تر څو هغوی وکولای شي خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG