د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا د روسیې د "بشپړ او غیر مشروط" ملاتړ اعلان کړی دی


پوتین د سېپټېمبر پر ۱۳مه کېم ته د راکټونو توغولو مرکز ښيي.
پوتین د سېپټېمبر پر ۱۳مه کېم ته د راکټونو توغولو مرکز ښيي.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي او ورته یې د روسیې د ګټو خوندي کولو لپاره د خپل هېواد د "بشپړ او غیر مشروط ملاتړ" وړاندیز کړی دی.

واشنګټن وار له مخه اندېښنه ښوولې چې په داسې حال کې چې د روسیې جنګي ساز او سامان په کمېدو دی، پوتین ښايي په غونډه کې پر کېم روسیې ته د وسلو د لېږد په اړه فشار راوړي.

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، د سېپټېمبر ۱۳مې غونډه تر هغې څو ساعته وروسته شوې ده چې شمالي کوریا د سمندر پر لوري دوه بیلېسټېک توغندي وتوغول.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دواړو مشرانو په سایبېریا کې د راکټونو توغولو مرکز ووستوچني کاسمودروم ولید او تر هغې وروسته یې ملاقات پیل کړ.

تمه کېږي چې کېم به له روسیې څخه د اقتصادي مرستې او پوځي ټېکنالوژۍ غوښتنه وکړي.

د روسیې خبري اژانسونو ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودېنکو ویلي، روسیه ښايي د شمالي کوریا له پلاوي سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر پوتین ویلي چې د شمالي کوریا مشر د راکټونو ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو ته لیوالتیا ښوولې او دوی له همدې امله یو ځای شوي چې له پیانګ یانګ سره د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

بلخوا د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند لېم سو سوک ویلي چې د ملګرو ملتونو هېڅ غړی هېواد باید د وسلو په غیرقانوني سوداګرۍ کې د ښکېلتیا له لارې پر شمالي کوریا د امنیتي شورا د بندیزونو سرغړونه و نه کړي.

تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند اډرین واټسن پر شمالي کوریا غږ کړی چې خپله ژمنه وپالي او روسیې ته له وسلو ورکولو یا پلورلو ډډه وکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، کېم د سېپټېمبر پر ۱۳مه له پوتین سره تر لیدو وروسته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG