د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې معلوماتو ته د لاسرسي کمېشن له ۱۶ میاشتو راهیسې غیر فعاله دی


معلوماتو ته د لاسرسي کمېشن مشره فرح حامد (له ښي لوري لومړۍ) د چارسدې په باچا خان پوهنتون کې له یوې زده کوونکې ګلدسته اخلي - پخوانی انځور.
معلوماتو ته د لاسرسي کمېشن مشره فرح حامد (له ښي لوري لومړۍ) د چارسدې په باچا خان پوهنتون کې له یوې زده کوونکې ګلدسته اخلي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې معلوماتو ته د لاسرسي کمېشن له شاوخوا ۱۶ میاشتو راهیسې په سم ډول فعالیت نه کوي او لامل یې دا دی چې د غړو شمېر یې پوره نه دی.

د قانون له مخې باید یو پخوانی سرکاري چارواکی د کمېشن مشر وي او یو متقاعد قاضي او یو ولسي وګړی ورسره د کمېشن غړي وي.

تېر کال په مارچ میاشت کې د کمېشن د مشر ساجد جدون تر استعفا یوشمېر میاشتې وروسته په جولای کې فرح حامد د هغې ادارې نوې مشره ټاکل شوې وه خو د کمېشن پاتې دوه غړي لا هم نه دي ټاکل شوي.

د قانون له مخې، د کمېشن مشر او غړي یې باید په یوه خوله دا پرېکړه وکړي چې د یوې موضوع په اړه غوښتل شوي معلومات له ولسي وګړو یا خبریالانو سره شریک کړي او داراز، شکایتونه یې واوري او که نه.

کله چې په کمېشن کې لږترلږه دوه کمېشنران نه وي، نو بیا فیصله نه شي کولای او خلک معلوماتو ته د لاسرسي له حقه بې برخې پاتې کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي سازمان مشر وايي، پر دې سربېره چې د تحریک انصاف پخواني حکومت په خپل نوښت هغه اداره جوړه کړې وه خو وروسته یې په سم ډول فعالولو ته پوره توجه ور نه کړه.

انور یوسفزي د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، کله چې ولس د صوبايي چارواکو د لګښتونو په اړه معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنې شروع کړې نو پخواني صوبايي حکومت د کمېشن د غړو شمېر قصداً کم ساته چې له کبله یې هغې ادارې د معلوماتو ورکولو پرېکړه نه شوه کولای. "حکومت چې ولیدل چې خلک د چارواکو په اړه معلومات غواړي، د وزیراعلا د چایو او د هېلېکاپټرو د خرڅ پوښتنې یې شروع کړې، د توشه خانې قضیه هم معلوماتو ته د لاسرسي له وجې مخې ته راغلې وه، نو بیا یې د کمېشنرانو شمېر نه پوره کاوه ځکه چې که یې پوره کړی وای بیا خو به پرېکړې کېدې."

خو په پېښور کې خبریال علي اکبر د کمېشن جوړول د پخواني صوبايي حکومت یوه "لویه" لاس ته راوړنه بولي. البته دی هم ګڼي چې کمېشن په تېرو کلونو کې یې د مالي مشکلاتو ښکار هم پاتې شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق کمېشن په ۲۰۱۳ز کال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون تر منظورېدو وروسته جوړ شوی وو.

معلوماتو ته د لاسرسي حق ماده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په رسمي اعلامیه کې شامله ده او د هم هغې پر اساس غړي هېوادونه پابند دي چې وګړو ته اطلاعاتو ورکولو لپاره قوانین او ادارې جوړې کړي.

موږ د کمېشن د غیر فعالېدو په اړه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتي چارو له لنډمهالي وزیر سره په رابطې و نه توانېدو.

خو د کمېشن یو پخوانی غړی ریاض داودزی وايي، هغې ادارې پر ټولو چیلېنجونو سربېره په سم ډول خپله دنده پر مخ وړې ده.

نوموړي وايي، په تېرو کلونو کې هم په کمېشن کې د غړو د شمېر پوره کولو ستونزه وه، البته د هغې باوجود یې ۲،۵۰۰ قضیې او غوښتنې پوره کړې وې او شکایتونه یې اورېدلي ول.

داودزی هیله من دی چې د روان کال په مني کې تر انتخاباتو وروسته نوی حکومت به د کمېشن د غړو شمېر پوره کړي او هغه اداره به بشپړه فعاله کړي.

XS
SM
MD
LG