د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې یوه دنګه ودانۍ د اورلګېدو له امله نړېدلې


په ایران کې یوه دنګه ودانۍ د اورلګېدو له امله نړېدلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د ایران د پلازمېنې تهران په زړه کې د پلاسکو په نوم ۱۷ پوړیزه ودانۍ چې اور په کې لګېدلی و، ونړېده. اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د ایران د پرېس ټي وي په حواله وايي چې د اطفایې ۳۰ کارکوونکي په دې پېښه کې وژل شوي خو د دې خبر منبع یې نه ده ذکر کړې. د اطفايې ادارې یوه ویاند ویلي چې داسې رپوټونه غیر مسؤلانه دي ځکه د ژغورنې عملیات دوام لري خو وېې ویل چې ښايي د دوی یو شمېرکارکوونکي مړه شوي وي. د ایران دولتي ټلویزیون ویلي چې ۳۸ زخمیان روغتون ته لېږدول شوي خو زیات شمېر تر مختصرې درملنې وروسته، خپلو کورونو ته تللي دي. پلاسکو د تهران له لومړیو ګڼ پوړیزو ودانیو وه چې نېږدې شپېته کاله مخکې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG