د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: اوه لکه ماشومانو ته پوليو ضد ويکسين کيږي


يو افغان ماشوم ته د پوليو ضد ويکسينو څاڅکي ورکړل شول
يو افغان ماشوم ته د پوليو ضد ويکسينو څاڅکي ورکړل شول

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د فرورۍ له ۲۷ تاريخ څخه د پوليو معذورونکې وايرس مخنيوي لپاره د ويکسينو کمپاين پيليږي. د چارواکو په خبره دې درې ورځني کمپاين کې به تر اوه لکو پورې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ویکسينو دوه څاڅکې ورکړل شي.

سره له دې چې د پوليو یا ګوزڼ پر ضد د ویکسينو درې ورځنی رسمي کمپاين به د دوشنبې يا ګل په ورځ پيليږي خوپرانيسته يې جلال اباد کې يو سيک ماشوم ته د ويکسينو ورکولو سره د یکشنبې په ورځ وشوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریيس ډاکټر نجیب الله کاموال په دې موقع خبريالانو ته وویل:((سر له سبا به د دريو ورځو لپاره د ننګرهار ولایت په ټولو ولسواليوو او ختيځه سيمه کې له پينځو کلونو کم عمر ماشومانو ته د پوليو په ضد د ویکسینو څاڅکې کور په کور ورکول کيږي. زموږ د څيړنو مطابق، د جلال اباد ښار شاوخوا کې د پوليو وایروس شته دی خو موږ کوشش کوو چې له منځه يې يوسو.))

د بې امنۍ له وجې به لس زره ماشومان د پوليو ضد ويکسينو څخه بې برخه وي

د ننګرهار د ارشاد، حج او اوقافو رياست د مساجدو مدير مولوي ګل نبي په ټولو ملا امانانو غږ وکړ چې خلکو ته د ممبر له لارې د ويکسينو د تطبیق په هکله عامه پوهاوی ورکړي. ((ټول خطیبان دې وخت په وخت په خپلو خطبو او تقريرونو کې خلک په دې پوهه کړي چې دا ويکسين ډير ضروري دي نو ټول خلک بايد خپلو ماشومانو ته د دې معذورونکي رنځ مخنيوي څاڅکي خامخا ورکړي.))

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هيوادونه دي چې د پوليو وايرس پکې ډير دی. دواړو هيوادونو دې لړ کې د ويکسينو ګڼ کمپاينونه هم کړې دي خو د بې امنيوو له وجې ځينو ځايونو کې دا کمپاينونه بريالي نه دې پاتې شوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييسډاکټرنجیب الله کاموال وايي چې د ویکسينو په دې دوره کې به د بد امنيو له امله په اچين، نازیان، هسکه مېنه، کوټ او پچير و اګام ولسواليو کې په ځينو کلو کې تر لس زره پورې ماشومان د ویکسينو له څاڅکو څخه محروم شي.
دی وايي چې د ۲۰۱۷کال له پيله تر دې دمه په افغانستان کې د پوليو دوه پېښې تثبیت شوي چې يوه يې په کندهار او بله هغه يې په هلمند ولایت کې ده.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشره، انیسې عمراني نن په ټولو ميندو غږ وکړ چې د کمپاين په دوران کې خپل ماشومان د پوليو پر ضد ويکسين کړي.
((ميندې دې دې لړ کې همکاري وکړي تر څو دا مرض زموږ له هيواده ختم شي.))

XS
SM
MD
LG