د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېمرون: اسراییل د ايران بريدونو ته د ځواب ورکولو پرېکړه کوي


د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډېوډ کېمرون يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور
د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډېوډ کېمرون يوې غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډېوډ کېمرون د اپرېل پر ۱۷مه وویل چې اسراییل د تېرې اوونۍ په پای کې د ایران له خوا د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو د بريدونو د ځواب ورکولو په اړه پرېکړه کوي.

بل خوا د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د اسراییلو "ډېر کوچني برید" ته به یې هم "په بيړه او سخت ځواب" ووایي.

رییسي د اپرېل پر ۱۷مه د ايراني پوځ د ملي ورځې په مناسبت ځانګړو مراسمو ته په وینا کې پر اسراييلو د ايران د اپرېل ۱۴مې بريدونه یو محدود اقدام وباله او ویې ویل چې د ایران پر خاوره به د اسراییلو برید ته "پراخ او سخت" ځواب ووايي.

دا تر هغې وروسته ده چې ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه وکړل.

ايران د اپريل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو تر ۳۰۰ زیاتو ډرونونو او توغنديو حملې کړې وې چې د اسرايیلیو چارواکو په وينا، له هغو څخه یې د ۹۹ فيصده مخه نيولې وه.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی وو.

اسراییلو ویلي ول چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران وايي چې بریدونه یې بریالي ول.

اسراییلو د ایران د بې ساري برید د ځواب ورکولو ژمنه ښوولې خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې ځواب به څنګه او کله ورکوي.

داسې امکان دی چې دا حالات به د غزې سیمه، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پکې جګړه روانه ده، له لا زیات کړکېچ سره مخامخ کړي.

د اسراییلو اتحادیانو د هغو بريدونو له پیل راهیسې پر هغه هېواد غږ کوي چې له هر هغه ځواب څخه ډډه وکړي چې حالات نور هم خرابولی شي.

ډېوېډ کېمرون له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل چې نوموړی هلته د ایران تر بريدونو وروسته له اسراییلو سره د يووالي ښوولو لپاره ورغلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG