د لاسرسي ځای

تازه خبر

"صوبايي حکومت د پاکستان چین اقتصادي راهدرۍ په مسله کې ولس دهوکه کوي"


د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ نقشه
د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ نقشه

د کوریډور فرنټ مشر ډاکټر سیدعالم محسود د خېبرپښتونخوا په صوبايي حکومت تور لګولی چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره یې د زمکې په ورکولو د دې صوبې د خلکو سره دهوکه کړی ده.

کوریډور فرنټ نومې اتحادیه په یاده راهدارۍ کې د مغربي لاری د حقونو ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې ده.

ډاکټر سېد عالممحسود د چارشنبې په ورځ په پیښور پریس کلب یوې خبري غونډې ته وویل چې د پښتونخوا صوبايي حکومت د یادې راهدارۍ جوړولو لپاره په هزارهډویژن کي وفاقی حکومت ته تېر کال د زمکې ترلاسه کولو اجازه ورکړی او د نوموړي په وېنا دا ګام د دې صوبې د ولس د معاشي وژنې په څیر دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک تر دې وړاندی څو واره وېلي دي، که په پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ کې مغربي لاره د ټولو سهولتونو سره نه عملي کیږي نو صوبابي حکومت به د دې منصوبې لپاره په دې صوبه کېزمکه نه ورکوي.

خو ډاکټر سید عالم محسود وویل دوي د هزارې ډیویژن تهاکوټ سیمې ته ورغلي وو او هلته خبر شوي چې صوبايي حکومت دغه سیمه کې وفاقي حکومت ته د ۱۲۰ کلومیټره سړک جوړولو اجازت ورکړی دی. نوموړي د وزیراعلا پرویز خټک نه غوښتنه کړی چې دغه فېصله دې واپس واخلي ګني کوریډو فرنټ به د راهدارۍ په منصوبه کې د پښتونخوا د بې برخې کیدلو ذمه وار وفاقي حکومت نه بلکه صوبايي حکومتګرځوي.

بلخوا د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا سلاکار مشتان غني په دې اړه مشال رېډیو ته وویل چې د کوریډور فرنټ تورونه بې بنیاده دي. نوموړي زیاته کړه چې وفاقي حکومت په دې راهدارۍ کې د خېبرپښتونخوا صوبې ټول حقونه د ورکولو باور ورکړی نو له هغې وروسته صوبايي حکومت د دې منصوبې لپاره د زمکې ورکولو فېصله کړی ده.

XS
SM
MD
LG