د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: د احمدي جماعت يوې پروفېسرې مړې موندل شوی


د پاکستان په پنجاب کې لږکي احمدیان بیا بیا د هدفي وژنو ښکارېږي
د پاکستان په پنجاب کې لږکي احمدیان بیا بیا د هدفي وژنو ښکارېږي

د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د احمدي جماعت سره تعلق لرونکې پروفېسرې طاهره پروين مړی په خپل کور کې موندل شوی دی.

د لاهور د مسلم ټاون تانړې يو چارواکي محمد طفېل مشال راډيو ته ويل چې د پنجاب يونيورسټۍ پروفېسرې طاهره پروين مړې پوليسو د نهې په سهار د هغې له کوره موندلی دی.

د نوموړي وينا وه چې د طاهرې پروين په مړۍ د چړو نښې موندل شوي دي نو په ظاهره دا وژنه ښکاري خو د پېښې پلټنې روانې دي او تر دې دمه دا نشي ويلې چې پکې څوک ککړ دي او نوموړې يې ولې وژلې ده.

د محمد طفېل په وينا چې طاهره پروين يواځې په خپل کور کې اوسېده او د نوموړې يوه لور په کراچۍ کې اوسېږي نور يې څوک نشته.

بلخوا پاکستاني مطبوعاتو وايي طاهره پروين د امريکا له کېليفورنيا يونيورسټۍ د پي اېچ ډي ډګري ترلاسه کړې وه او په پنجاب يونيورسټۍ کې یې درس ورکولو.

خو د جماعت احمديه د مطبوعاتو څانګې يو چارواکي عامر محمود مشال راډيو ته وويل چې په تېرو دوه درو اونیو کې له احمدي جماعت سره تعلق لرونکي ځینې کسان ووژل شوي او د طاهرې پروين وژنه هم د هغې کړۍ لړۍ ښکاري.

د نوموړي وينا وه جماعت يې هم پلټنې شورو کړي دي چې دا څه معامله ده خو په ظاهره داسې ښکاري چې نوموړې چا وژلې ده په دې نزدې ورځو کې د نوموړې علاوه د جماعت دوه درې مشهور کسان وژل شوي دي چې پکې يو په لاهور کې پروفېسر اشفاق احمد او بل په ننکانه صېب کې ملک سليم لطيف شامل دي.

د عامر محمود په وينا چې تېر کال يې هم د جماعت شپږ (۶) کسان وژل شوي وو نو د احمدي جماعت پرضد يو مهم روان دی چې پکې يې کسان په نښه کېږي حکومت ته پکار ده چې د دې پېښو مخنيوي طرف ته خپل پام واړوي.

د ذکر ده چې د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر کې د پنجاب صوبې چکوال ضلعې د دولميال سيمې اوسېدونکو د احمدي جماعت په ېوې عبادت خانې حمله کړې وه چې پکې يو تن د ذړه دورې لوجې مړ شوي و.

XS
SM
MD
LG