د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د سرشمېرنې لومړی پړاو سر ته ورسېد


د پاکستان د شمارياتو د اداری ویاند قاضي سعيد مشال راډيو ته وويل چې په لومړي پړاؤ کې د څلورو واړو صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او پاکستان د واک لاندې کشمير کې په (۶۳) ضلعو کې د سرشمېرنې او کور شمېرنې عمل نن د اپریل په ۱۵مه نېټه سر ته رسېږي.

د نوموړي په وينا ځینې سيمو کې يو نيم کور پاتی شوی چې شميره يې له پنځوس هم لږه ده او د هغې وجه دا وه چې په کور کې به څوک موجود نه وو.خو د سرشمیرنې ډلو دغه کورونه شمیرلي دي ، یوازی د نفوسو شمیر يي پاتی دی.

د معذورانو او سکانو د شمېرې په اړه د نوموړي وينا ده د معذورانو لپاره يې په قام کې ځانته کوډ شامل کړی دی او د سکهانو د سرشمیرنې لپاره له سپریم کورټ سره په تماس کې دي.

د سرشمیرنې د ادارې چارواکي وايي،د سر شمیرنې دویم پړاو به د اپریل د میاشتې د پینځه ویشتمې نیټې نه پیل کیږي چې د مۍ د میاشتې تر پینځه ویشتمې نیټې به دوام لري.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو د وزير مملکتې مريم اورنګزېب په وینا د سرشمېرنې او کور شمېرنې په ټول بهیر به اتلس اربه پنځوس کروړه روپۍ لګښت راځي .

XS
SM
MD
LG