د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شناختي کارډونو تر پښتونخوا میپ وروسته اې اېن پي هم په احتجاج


پر شناختي کارډونو د عوامي نیشنل ګوند احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:16 0:00

د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړي د پارلېمان ودانۍ پروړاندې په احتجاج دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د پښتنو بندشناختي کارډونه دې ژر تر ژره خلاص کړي.

د ذکر ده چې تر د دې وړاندې پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم بیا بیا پر دې مسله احتجاجونه کړي او په وینا یې چې پاکستاني حکومت د لاکونو پښتنو شناحتي کارډنه بند کړي دي.

'شناختي کارډونه راپرېږدئ چې بچیان مو سکولونو ته ولاړ شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني استازې او د خېبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير امير حیدر خان هوتي مشال راډيو ته وويل چې د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې (نادرا) د پښتنو تر څلورو (۴) لاکو زيات شناختي کارډونه بند کړی دي او په دې لړ کې يې د حکومت اعلا چارواکیو سره ملاقاتونه هم کړي چې دا شناختي کارډونه دې خلاص کړي خو تر اوسه يې غوښتنه نه ده منل شوې نو ځکه احتجاج کولو ته اړ شوي دي.

د نوموړي وينا وه چې په موجوده وخت کې د عوامي نېشنل ګوند صرف پارلېماني غړي په احتجاج دي او دا احتجاج به يې تر هغو جاري وي چې تر څو ورته حکومت د پښتنو بندو شناختي کارډونو خلاصولو باور نه وي ورکړی.

د عوامي نېشنل ګوند پخواني سېنېټر افراسياب خټک وايي چې موجوده حکومت په تېرو درو کلونو کې په زيات شمېر کې د پښتنو شناختي کارډونه بند کړي نو حکومت ته د احتجاج لارې ويل غواړو چې له پښتنو سره دې ناروا سلوک پرېږدي.

په احتجاج کې له قبايلي سيمو منتخب ځینو پارلېماني استازیو هم ګډون درلود.

له کرمې اېجنسۍ منتخب پارلېماني استازي ساجد حسېن توري وايي چې د پښتنو بند شناختي کارډونه خلاصولو لپاره عوامي نېشنل ګوند له تېرو څه وختونو راهیسې کوښښ کوي او دوی يې هم ملګرتيا کوي او غوښتنه يې ده چې حکومت دې بند شناختي کارډونه خلاص کړي.

له خېبر اېجنسۍ منتخب پارلېماني استازي شاه جي ګل اپرېدی وايي چې د سیند شناختي کارډونو خلاصولو لپاره داخله وزير د ډپټي سپيکر په مشرۍ کې کمېټۍ جوړه کړه او دغې کمېټۍ خپل سفارشات هم وړاندې کړل خو افسوس چې تروسه پرې عملدرآمد ونه کړې شو،

خو د پاکستان مرکزي حکومت دا خبره ردوي چې یوازې د پښتنو شناختي کارډونه بند کړل شوي دي.

احمد الله- مشال راډيو اسلام اباد.

XS
SM
MD
LG