د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان په خپله خوښه د افغان کډوالو ستنېدل پیل شول


له پاکستانه په خپله خوښه خپل هېواد ته د تلونکیو افغان کډوالو ستنېدو لړۍ د دوشنبې/ګل له ورځې بیا پیل شوه.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن ايچ سي آر وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې پروسږ کال له ديسېمبر راهیسې په پاکستان کې ميشت راجستر کډوالو په خپله خوښه ستنېدو لړۍ دواړو غاړو ته د يخ موسم له وجې درول شوې وه چې [نن] د اپرېل له درېمې نېټې بيا پېل شوه.

د نوموړې په وینا چې پروسږ کال له جنورۍ د نومبر تر پایه تر درې (۳) لاکه اوويا (۷۰) زرو زيات راجستر افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي خو سږ کال له يو اين اېچ سي ار سره تر يوولس زرو زيات افغان کډوالو خپل نومونه ثبت کړي دي چې په اپريل او مې کې به افغانستان ته لېږي،

دنيا اسلم خان زياته کړه چې په خپله خوښه ستنېدونکيو راجستر کډوالو لپاره په کوټه او څمکنیو پېښور کې د نوملیکنې او مرستې لپاره دوه مرکزونه جوړ دي.

د دنيا اسلم خان په وينا پروسږ کال کډوالو ته د ستنېدو پر وخت ۴۰۰ ډالر ورکول کېدل خو سږ کال د بوديجې کموالي له وجې هر کډوال ته ۲۰۰ ډالر نغدې مرستې ورکول کېږي.

په پيښور کې مېشت د ننګرهار ولايت عبد الولي وايي چې يو اېن اېچ سي ار دی نغدې مرستې کمولو پرځای دا نورې زياتې کړي چې د ستنېدو پر وخت خپل ضروريات پرې پوره کړي.

د نوموړي په وينا اراده يې کړې وه چې سږکال به خپل هېواد ته ستنېږي او د يو اېن اېچ سي ار لخوا چې ورته کومې پیسې ترلاسه شوې نو په هغو به یوڅه روزګار پیل کړي خو اوس د دې مرستو کمېدو لوجې ډير پريشانه دی او ګرانه ده چې خپل هېواد ته ستون شي،

خو په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ د کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي وايي چې پاکستان او افغانستان په فبرورۍ مياشت کې په اسلام اباد کې شوې درې اړخيزه غونډه کې يو اېن اېچ سي ار ته په کلکه سره ویلي و چې نغدې مرستې دې نه کموي او دې لړ کې يادې ادارې تيره مياشت د نړيوالې ټولنې سره خبرې هم وکړې خو کاميابه نشو،

د نوموړي په وينا د مطبوعاتو د راپورونو ترمخه چې مرستې کمېدو لوجې امکان دې چې په کم شمير کې کډوال خپل هيواد ته ولاړ شي نو داسې نه ده بلکه د ځنې وجوهاتو لوجې کډوال غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي چې يوه وجه يې بارډر منېجمنټ، دويمه يې د پاکستاني پوليسو د کډوالو سره بده رويه او دريمه دا چې کډوال وس په دې پوهېږي چې دلته څومره سهولیات ورته ورکړې کېږي هغه موقتي دې نو ګڼي چې پروسږ کال پشان دا کال به هم په زيات شمير کې کډوال خپل هيواد ته ستانه شي،

د ذکر ده چې وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده خو يو اېن اېچ سي آر وايي چې دا مهال هم ديارلس (۱۳) لکه پورې راجستر او شپږ (۶) لکو پورې غېر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي،

بلخوا په ملک کې مېشت غېر راجستر کډوال وايي چې حکومت دې دوي هم راجستر کړي او افغانستان ته تللو پروخت دې ورسره کمک وکړي،

په پيښور کې مېشت د کنړ ولاېت يو غېر راجستر کډوال محمد واحد وايي غواړي چې خپل هېواد ته ولاړ شي خو مالي حالت يې ښه نه دې که حکومت لکه د راجستر کډوالو دوي سره هم څه کمک وکړي نو په ستنېدو کې به ورته اسانتياوې ترلاسه شي،

دې غېر راجستر کډوالو رجسټرېشن پحقله عبدالحميد جليلي وايي چې په فبرورۍ کې په اسلام اباد کې شوې درې اړخيزه غونډه کې فيصله کړې شوې وه چې د افغانستان حکومت يو پلاوې به پاکستان ته راځي او د پاکستان سيفران وزارت او نادرا به په يو ځايې په ټول پاکستان کې په يويشت (۲۱) سېنټرو کې د غېر راجستر کډوالو رجسټرېشن شورو کوي،

د نوموړي په وينا چې افغانستان حکومت فېصله کړې چې غېر راجستر کډوال به داخل د افغانستان کې ايي او اېم د لارې د تورخم ټول پلازې سره جوړ سېنټر کې ثبت او راجستر کوي او في نفر ته به درې نيمو زرو افغانو او د ضرورت سامان نه علاوه يوه فورمه هم ورکوي او د هغې په اساس يوه نمره ځمکه په افغانستان کې ورکوي،

د يادونې ده چې د تير کال نومبر په څوارلسمه نېټه د خېبر پښتونخوا وزيراعلې پروېز خټک مطبوعاتو ته وېلي و چې په صوبه کې يې په لکونو غېر راجستر افغان کډوال ژوند کوي نو وفاقي حکومت دې دا کډوال هم راجستر کړي چې خپل ملک ته ستنېدو پر وخت ورسره د نړيوالې ټولنې لخوا مرستې وکړې شي.

احمد الله- مشال راډيو اسلام اباد.

XS
SM
MD
LG