د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزيز: افغانستان سره تړلې لارې پرانيزو


سرتاج عزيز
سرتاج عزيز

د پاکستاني زيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز پرون اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي چې افغانستان سره تړلې لارې به بيا پرانيزي. نوموړي پرونيوو خبرو کې زياته کړه چې د تورخم او چمن لارې پاکستان کې د وروستيوو بريدونو وروسته، د وسله والو تګ راتګ مخنيوي لپاره تړل شوې وي.

اسلام اباد کې د اقتصادي همکارۍ تنظيم (ECO) ديارلسمه سر مشريزه غونډه کيږي چې پکې به د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، صنعت، اقتصادي پرمختګ او چاپيريال په څانګو كې مرستو ته د ودې وركولو په تګلارو غور كيږي.

پرون د شنبې يا خالي په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې سرتاج عزيز وويل چې په دې تېرو ورځو کې په ملک کې شوو د بدامنۍ پېښو نه د اقتصادي همکارۍ تنظيم راروانې غونډې ته هېڅ خطر نشته او ټولو اوو غړو هيوادونو کې دې غونډه کې د ګډون كولو باور ورکړی.

سرتاج عزیز زياته کړه چې دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير صلاح الدين رباني هم برخه اخلي. د هغه په وينا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسله والو تګ راتګ مخنيوي لپاره يې کابل ته ځينې وړانديزونه ورکړي او دې غونډه کې به پرې خبرې وشي.

وسله وال د تورخم او سپين بولدک له معلومو لارو تګ راتګ نه کوي. هغوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېرې نورې لارې کاروي

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي چې پاکستان بايد افغانستان سره خپلې لارې او دروازې بندې نه کړي ځکه چې له دې به خلکو ته د ګټې په ځای نقصان ډېر وي. هغه زياته کړه: ((وسله وال نه خو د تورخم، نه سپين بولدک او نه د غلام خان لارې استعمالوي بلکې د دواړو ملکونو ترمينځه په سوونو نورې داسې لارې شته چې پرې په پټه تګ راتګ کوي. د هغه په وينا پاکستان بايد په خپلو پاليسيانو له سره غور وکړي.

د يادونې ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخیلوال د خالي پرورځ مشال راډيو ته ويلي وو چې هيله من دی چې د تورخم او سپین بولدک لارې به په جزوي ډول د ناروغانو، ښځو او سپین ږیرو لپاره پرانستل شي.

پاکستان لس ورځې وړاندې د سيند صوبې په سيهون سيمه کې د لال شهباز قلندر په زيارت کې له ځانمرګي بريد وروسته د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړلې. پرون که څه هم ځيني خلک پر تورخم لاړل خو دا لار نن د لسمې ورځې لپاره هم بنده ده. دواړو خواوو ته ګڼ خلک د لارې خلاصېدو ته منتظر ناست دي.

ويډيو: تورخم لار په لسمه ورځ هم بنده ده

د تورخم لار په لسمه ورځ هم بنده ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00

XS
SM
MD
LG