د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پارلمان غړو د چودري نثار په بیان انتقاد کړی


د پارلمان غړو د داخله چارو وفاقي وزیر چودري نثار هغه خبره رد کړې ده، چې ګنې د ځینو سیاسي ګوندونو غړي په روانو ترهګرو پېښو سیاست کوي، او په حکومت بې ځایه تورونه لګوي.

د تحريک انصاف پارلماني استازې علي محمد خان وايي چې حکومت ته غلطيانې په ګوته کول په چاودنو سياست کول نه دي.هغه وایي (که ترهګر حکومت ته مالوم وو نو ولې یې وړاندې نه وژل او ولې د ناامنیو د پېښو وروستو دوی په عملیاتو لاس پورې کړي.)

د نوموړي په وينا چې چوهدري نثار علي خان ته خواست کوي چې دا قسمه بيانونه ورکولو په ځايي دې خپله ټوله توجو د ترهګرۍ مخ نيوي طرف ته واړوي نو د دوی د ګوند پشمول ټول اپوزيشن ګوندونه به يې مرسته وکړي.

د يادونې ده چې د تير زيارت پر ورځ د سند صوبې په سيون سيمه کې د لال شهباز قلندر په زيارت کې ځانمرګې بريد شوې و چې پکې اته اتيا (۸۸) کسان مړه او په سوونو نور ژوبل شوي وو.

د داخله چارو وزیر په نظر نه راځي

د پاکستان پيپلز ګوند پخوانې پارلماني استازې نور عالم خان وايي چې کله هم په ملک کې چاودنه وشي نو داخله وزير بيا په نظر نه راځي، او باید له خپلې دندې مستعفې شي، ځکه چې موجوده حکومت تر اوسه یوه بمي حمله هم ناکامه نه کړل شوه، او نه یي د دغو پېښو پوره پلټنې وکړې.

دې نه وړاندې د داخله چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويلي وو چې د لاهور او پيښور چاودنو کې ککړ د ټولو ملزمانو نشاندهي شوې ده او د ملک د مختلفو برخو نه د ترهګرۍ حملو سهولت کار هم نيولې شوي دي.

د خالي په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کي چوهدري نثار علي خان وويل چې د امنيتي مسلې باوجود پاکستان د تېرو څلويښتو کالو راهسې افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده خو د ترهګرۍ په ځنو پېښو کې دا کډوال د سهولت کارو په توګه استعمالول کيږي نو د افغان کډوالو زمه واري جوړېږي چې هغه خلک دې په ګوته کړي څوک چې په دې ناوړو پېښو کې ککړ دي او د دوي د بدنامۍ سبب جوړېږي.

چوهدري نثار علي خان دا هم وییلي، چې ځنې خلک خپله نااهلي پټوي،او د ملک په امنیتي حالاتو یي سياست شورو کړې او په حکومت تورونه لګوي. هغه وایي باید سياسي ګوندونه د قامي سلامتۍ په چارو د سياست کولو نه ډډه وکړي.

د نوموړي وينا وه چې په تيرو دريو کلونو کې د وسله والو پرضد کاميابه عمليات تر سره شوي دي او وسله والو اوس په نورو ملکونو کې خپل پټن ځایونه او ټرېننګ سنټرې جوړې کړې دي او له هغه ځايي په پاکستان کې د امن وضعه خرابوي. خو که وسله وال د ملک دننه وي او يا بهر، په هر صورت کې به یي خپل منطقي انجام ته رسوي.

د چوهدري نثار علي خان وينا وه چې افغانستان حکومت دې پاکستان ته مطلوبو ترهګرو پرضد يا خو کارروايي وکړي او يا دې پاکستان ته په حواله کړي.

بلخوا د پاکستان پوځ د تیرې جمعې په ورځ وويلي و چې د شپږ اويا (۷۶) هغو وسله والو لیسټ يې کابل ته سپارلی چې د دوی په ادعا افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وايي دوی به د پاکستان له لورې د مشکوکو کسانو د ورسپارل شوي لېست په اړه غور او پلټنه وکړي خو پاکستان هم بايد د دوی له خوا د ورسپارل شوي ليسټونو او هغو مشهورو کسانو پر ضد اقدامات وکړي چې پاکستان کې خوندي ځايونه لري او افغانستان کې بریدونه کوي.

حنیف اتمر
حنیف اتمر

د پاکستان پوځ وايي چې د لال شهباز قلندر په زيارت کې د چاودنې وروسته يې په بېلابېلو عملياتو کې خواو شا ۱۰۰مشکوکه وسله وال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG