د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چین باید د افغانستان - پاکستان تعلقات ښه کړي'


د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی

له تېري یوڅه مودې راهيسې د افغانستان او پاکستان اړېکې زښته له کړکيچه ډکې شوې دی چې د خرابېدو لویه وجه یې پروسږ کال پر ډیورنډ کرښه د خیبر اېجنسۍ پر تورخم د پاکستانیو سرحدي ځواکونو له لوري د یوې نوې دروزاې لګول وو چې د اسلام اباد چارواکي یې د پولې سممبالښت (بارډر منېجمېنټ) بولي. د نوي سمبالښت له مخې پر ازاد تګ راتګ بندېزونه لګول شوي او له پاکستانه هېڅوک د سفري اسنادو پرته افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.

د دواړو هېوادونو د دغه سړو او کړکېچنو اړیکو سمولو هېڅ څرک نه ترسترګو کېږي. که څه هم وړاندې د پښتونخوا ملتپالو سیاستوالو د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کولو لپاره نه یوازې هڅې کړې وې بلکې دواړه هېوادونه یې تر ډېره یو بل ته نېږدې کړي هم ول. نو اوس د دغه په ټپه ولاړو حالاتو پرځایکولو لپاره پښتانه ملتپال بیا یوڅه کردار ادا کولئ شي که څنګه.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان مشال ريډيو ته وويل، له خپلې مخې منځګړتوب نه شي کولی که کابل او اسلام اباد ورته ووايي نو حاضر دی. خو زیاتوي چې د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو ښه کولو په لړ کې باید چين خپل کردار ادا کړي.

(ځکه چې د چين اوس په دې منطقه کې خپل اقتصادي مفادات دي او چين ته پکار ده چې نه يوازې د یوه سهولتکار بلکې د یوه ضامن رول هم ولوبوي. کله چې هم د پاکستان او افغانستان او یا د هند او پاکستان تر مينځ خبرې کېږي نو په هغو کې چين باید یوه ضامن په توګه راوړاندې شي او په دغو خبرو کې چې کومه نتيجه راوځي نو د هغو نتيجو د عمليکولو ضمانت دې واخلي. تر کومه چې د پښتنو سیاستوالو خبره ده نو که يو فريق موږ ته ووايي چې تاسو منځګړ توب وکړئ نو موږ به راوړاندې شو. اوس که زه له خپلې مخې افغانستان ته ولاړ شم نو له موږه به ړومبۍ پوښتنه دا وي چې آیا له تاسو سره اختيار شته؟)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم مشال راډيو ته وويل چې تر دا مهاله له ده سره د اړیکو سمولو په اړه د یوه کردار ادا کولو لپاره حکومت هېڅ رابطه نه ده ورسره کړې خو د ده په خبره چې دوی تل د افغانستان او پاکستان تر مينځ د امن او سولې پلويان اوسېدلي دي.

ښاغلی اڅکزی زیاتوي.

(يوه اونۍ مخکې مې پر دې موضع د پاکستان وزير اعظم نواز شريف سره خبرې کړې وې. وزير اعظم هم په دې معنا ډېر مثبت فکر لري. اوس دا زموږ د ټولو ذمه واري ده او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو له ځېنو ملګرو سره موږ پر دې موضوع خبرې هم کړي دي. هغوی ته مو ويلي دي، پکار ده چې يو لوی پلاوي جوړ کړو او کابل ته ولاړ شو. له ولسمشر اشرف غني، اجراييه ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ووينو. د هغوی خبرې واورو او هغوی ته ځواب ووايو. بیا د هغوي لخوا هم خلکو ته بلنه ورکړو، پاکستان ته ورشي چې دغه اوسنۍ خرابې اړیکې د سمولو خوا ته روانې شي ځکه چې موجوده حالات نه د پاکستان په خير دي او نه د افغانستان.)

څه موده مخکي د پاکستان پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه هم افغان ولسمشر اشرف غني ته په ټېليفون ويلي ول چې اسلام اباد له کابل سره ښه تعلقات غواړي. خو تر دا مهاله په دې باب هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG