د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو په اړه بله جرګه کيږي


په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلماني مشر شاه جي ګل اپريدی وايي چې د راتلونکي ګل پر ورځ يې اسلام آباد کې يوه جرګه رابللې ده چې پکې به د قبايلي سيمو پارلماني استازو، قبايلي مشرانو، وکيلانو، زده کونکيو او فاټا سياسي اتحاد ته د ګډون بلنه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا اسلام اباد کې شوې جرګې کې فيصله وشوه چې دوی د حکومتي کميټې هغه وړانديزونه نه مني چې پکې يې ويلي وو قبايلي سيمې دې خیبر پښتونخوا کې شاملې شي.

شاه جي ګل اپريدي وويل چې د ملک ځيني سياسي ګوندونو په فاټا اصلاحاتو سياست پيل کړی دی نو د جرګې د لارې هغوی ته واضحه پېغام ورکول غواړي چې د قبايلي سيمو ښه راتلونکی د خيبر پښتونخوا سره په شاملېدو کې دی.

آپريدي زياته کړه چې د جرګې ورستو به يو پريکړه ليک خپريږي چې که حکومت يې دغه غوښتنې ونه منلې نو په احتجاج به لاس پورې کوي کوم چې به تر هاغه وخته جاري وي چې ترڅو ورته حکومت خپل جايز حقونه ورنه کړي.

د ذکر ده چې په قبايلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپلو تيار کړل شویو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

خو جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په سفارشاتو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او ويلي يې وو چې دغه کمېټې د قبايلو د خوښې مطابق وړانديزونه نه دي کړي.

د قبايلي سيمو سياسي ګوندونو اتحاديۍ (آل فاټا سياسي اتحاد) يو غړی اخونزاده چټان وايي چې دوی به د اسلام اباد راتلونکې جرګه کې فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو ملاتړ وکړي.

بلخوا د فاټا ګرېنډ الاينس مشر ملک خان مرجان وايي که په جرګه کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوه نو ضرور به ورشي خو د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ سفارشاتو مخالفت به کوي ځکه چې د قبايلي سيمو زياتره خلک نه غواړي چې سيمې دې يې د خېبرپښتونخوا برخه شي بلکه دوی د ځان له صوبې او يا د خودمختاره کونسل غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG