د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی امريکايي ولسمشر او پاکستان سره يې اړيکې


ولسمشر ډونلډ ټرمپ او وزيراعظم نوازشريف
ولسمشر ډونلډ ټرمپ او وزيراعظم نوازشريف

تېره ورځ ډونلډ ټرمپ د امريکې د پنځه څلويښتم ولسمشر په توګه سوګند وکړ. د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې د نوموړي سره به شريک کار کوي.

د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز تېره هفته مشال ريډيو ته ويلي وو چې واشنګټن او اسلام اباد په سيمه کې د امن او نورو مسايلو په اړه شريکې هلې ځلې کولی شي.

ياده دي وي چې ډونلډ ټرمپ پخوا په خپلو بيانونو کې پاکستان د امريکا ملګری نه وو بللی او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې يې د اسلام اباد پر کار نيوکې کړې وي خو په دې وروستيوو کې د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت په خبره وزيراعظم نوازشريف، ډونلډ ټرمپ ته د مبارکۍ ټيليفون کړی وو. د پاکستاني چارواکو په وينا د دې ټيليفوني خبرو پر مهال ښاغلي ټرمپ د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان کار وستايه.

د بهرنو چارو کارپوه ډاکټر رسول بخش رييس وايي چې دواړه ملکونه د دې سيمې امن ساتلو او ترهګرۍ ختمولو لپاره يو بل ته ضرورت دی. د رسول بخش رييس په خبره امريکا کې د نوي ولسمشر په راتګ سره به د پاکستان سره په اړيکو کې کوم لوی بدلون رانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستيوو کې کانګرس د پاکستان لپاره امريکايي مالي مرستې د ترهګرۍ په وړاندې د سم او صادقانه کار سره تړلي وي.

پخوانی سفارتکار او د بهرنيو چارو کارپوه عامر عثمان وايي چې تر څو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاليسيانې واضحه شوې نه وي تر هغې پورې د اسلام اباد او واشنګټن د خرابو يا ښو اړيکو په اړه څه نه شي ويلی. نوموړي زياته کړه:((ټرمپ به د هند او پاکستان اړيکو کې هم توازن ساتي. کيدای شي هغه څه عملي نه کړي چې ده د کمپاين پر مهال ويلي وو.))

ياده دي وي چې دې وروستيوو کې د امريکا د فاع وزير جنرل جېمز ميتس په سينيټ کې د خپلې دندې لپاره د شوې اوريدنې پر مهال وويل چې پاکستان بايد د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د ټولو وسله والو پر ضد يو شان عمليات وکړي او د وسله والو مرکزونه دې له منځه يوسي. پاکستان وايي دوی دا کار کړی دی خو افغان او امريکايي چارواکو په بيا بيا ويلي چې د افغان طالبانو د کوټې شورا او حقاني شبکه لا هم له پاکستانه په افغانستان کې حملې پلانوي.

XS
SM
MD
LG