د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشر او پاکستاني سرلښکر ترمنځ ټیلیفوني خبرې


جنرال باجوه
جنرال باجوه

د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره پر امنيتي مسايلو خبرې کړې دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې جنرل باجوه ولسمشر غني ته د کابل، کندهار او هلمند وروستيوو بريدونو کې د وژلو شویو کسانو په اړه خفګان وښود.

افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

په افغانستان کې د حملو زمه وارۍ قبلوونکي په پاکستان کې مېشته دي او ازاد فعالیت کوي
افغان ولشمر غني

د افغان ولسمشر دفتر بيا په ننۍ خبرپاڼه کې ويلي چې ولسمشر غني جنرل باجوه ته وويل چې د دې حملو زمه وارۍ قبلوونکي په پاکستان کې مېشته او هملته ازاد فعاليت کوي او پر ضد يې هيڅ ګامونه نه دي اخيستل شي.

په خبر پاڼه کې زياته شوې چې د پاکستاني پوځ مشر په ځواب کې وويل چې ملک به يې د پخوا په شان د وعدو ماتول تکرار نه کړي.

د پولې د څارنې نظام او استخباراتي معلوماتو تبادله پکار ده
د پاکستان سرلښکر جنرال باجوه

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې په خبر پاڼه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان پوځ مشر افغان ولسمشر ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره د پولې د څارنې نظام او استخباراتي معلوماتو تبادله پکار ده او په يو بل د تورونو لګولو نه د دې منطقې امن دښمنه قوتونو ته ګټه رسیږي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو د تېرې سېشنبې پرورځ په کابل او قندهار کې د شویو بريدونو په غبرګون کې ويلي وو، وسله وال ځکه په افغانستان کې د بریدونو تر سره کولوجوګه دي چې په قبایلي سیمو کې خوندي پټنځایونه لري.

د افغانستان د ولسمشر او د پاکستاني سر لښکر تر منځ د تازه ټیلیفوني خبرو په اړه خبريال او د سيمه ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، دا يو کوښښ دی او دواړو ملکونو له خپل مېنځي رابطې جاري ساتل پکار دي.

د نوموړي وينا وه چې په يو بل د تورونو لګولو له وجې د دواړه ملکونو ترمېنځه حالات کله هم نشي ښه کېدای او که افغان حکومت په دې لړ کې څه ثبوتونه لري نو پکار ده چې پاکستان ته یې وړاندې کړي.

خو په افغان چارو نظر لرونکی طاهر خان وايي په پاکستان کې اوس په پراخ ډول دغې مفکورې سر راپورته کړی چې د افغانستان د اندېښنو په لرې کولو سره دې د دغه ګاونډي هیواد د لا نور لرې کېدو مخه ونیول شي.

ياده دې وي چې د تېرې مياشتې په يو ديرشمې نېټې هم د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د افغانستان اولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د افغانستان د پوځ مشر سره ټېلي فوني خبرې کړې وې او د نوي کال مبارکي یې ورکړې وه.

دا دې هم ياده وي چې د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د تېر کال نومبر مياشتې په ۲۹ نېټه د پاکستان د شپاړلسم پوځي مشر په توګه چارې سمبالې کړې دي.

XS
SM
MD
LG