د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښه او بد یې دواړه بې ګناه انسانان وژني


د پاکستان کورنیو چارو وزير چودري نثار علي خان ويلي دي چې ناقانونه ګرځول شوي فرقه ييز تنظيمونه باید له ناقانونه ګرځول شويو وسله والو تنظيمونو سره پرتله نه کړل شي ځکه چې د فرقه ييز تشدد پېښې له تېرو ديارلسو کلونو راروانې دي.

نوموړي د نهې پر ورځ د سېنټ غونډې ته وويل چې يو هغه تنظيمونه دي چې ترهګري کوي او ځینې داسې تنظيمونه دي چې خپلمينځ کې يې مذهبي جنګ روان دې لکه د شیيعه ګانو او سنيانو ترمینځه نو په دواړو کې فرق دی.

د چودري نثار علي خان د دې بيان پرضد د پاکستان پيپلز ګوند او متحده قامي مومنټ غړیو له ايوانه واک اوټ وکړ او و یې ويل چې دا خبره ریښتيا نه ده چې فرقه ييزې پېښې له تېرو ديارلسوو کلونو راهیسې روانې دي.

د متحده قامي مومنټ سېنېټر طاهر حسېن مشهدي مشال رېډيو ته وويل چې د داخله وزير دا بيان چې د دواړو تنظيمونو له يو بل سره موازنه نه شي کېدلی نو دا غلطه خبره ده څومره ظلم چې طالبانو کړی دی هم هغومره ظلم فرقه ييز تنظيمونو هم کړی دی.

د نوموړي وينا وه چې ناقانونه ګرځول شوي تنظيمونه که فرقه ييز دي او که د طالبانو دي، دوی په يوه يوه پېښه کې په سلګونه بې ګناه کسان وژلي دي نو په دوی کې هېڅ فرق نه شته.

طاهر مشهدي زياته کړه چې پخوا به دوی د ښه او بد طالب خبره کوله خو اوس يې په ناقانونه تنظيمونو کې ښه او بد راووېستل. په دوی کې هېڅوک هم ښه نه دي او دا ټول سختدريځي دي او د دوی پرضد يو شان عمليات کول پکار دي.

د دفاعي چارو کارپوه ریټايرډ بریګېډيېر سعد محمد مشال راډيو ته وويل چې دواړه قسمه تنظيمونه صرف بې ګناه کسان وژني يو دا کار د فرقې او بل يې د اسلام په نوم کوي.

د نوموړي په وينا چې طالبان فرقې ته نه ګوري او خپلې کارروايانې کوي او فرقه ييز تنظيمونه د خپلې مخالفې فرقې کسان په نښه کوي نو د دواړو مقصد د خلکو وژنه ده، چې نه یې اسلام او نه د پاکستان قانون اجازه ورکوي.

سعد محمد زياته کړه چې حکومت پر دې سياست کوي ځکه چې په پنجاب صوبه کې په ځینو ځايونو کې د فرقه ييزو تنظيمونو زور زيات دې لکه جهنګ شو او يا د جنوبي پنجاب ځینې برخې نو دا وجه هم ده چې حکومت د دې تنظيمونو پرضد هغه شان کاروايانې نه کوي چې پکار دي.

XS
SM
MD
LG