د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونو ړنګول: د بوريوالو احتجاجي ناسته روانه ده


د بلوچستان بوري (لورالايي) د رساله لاين سيمې اوسېدونکي په اسلام اباد کې په احتجاجي دي او وايي چې اېف سي ځواکونو يې کورونه نړولي دي او له خپلو کورنو يې بې کوره کړي دي.

دغه اوسېدونکي په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې په احتجاج ناست دي.

دوی مشال راډیو ته وويل چې په رساله لاین سیمه کې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې ژوند کوي خو د دسمبر پر ۲۸ مې د اېف سي اهلکارو ورته کورونه ونړول.

دغه متاثرين چې پکې ماشومان او ښځي هم شاملې دي وايي چې په بلوچستان کې يې بیا بیا احتجاج وکړ خو چا يې غږ وا نه اورېد نو اخر په اسلام اباد کې په احتجاج کولو مجبوره شوو.

په احتجاج کې ګډون کوونکې جهانګير خان وايي چې دا مځکه په ۱۹۸۵ کې د سلو کالو په ليز دوی ته ورکړې شوې ده او دوی پکې ځان له کورونه جوړ کړل خو تېره مياشت اېف سي اهلکارو ورله کورونه ونړول.

د نوموړي په وينا چې دوی په اسلام اباد کې ترهغه به خپل احتجاج جاري ساتي چې ترڅو يې دا مسله هواره نه کړل شي.

د رساله لاينه راغلې يوه ميرمن وايي چې دوی له سره ظلم او زياتې شوې دې او په دې وخت کې نه خو وزيرانو او نه يې د صوبې ګورنر او وزيراعلې ورسره څه مرسته کړې.

د نوموړې په وينا چې دوی په يو ازاد وطن کې ژوند کوي او که حکومت ورته دا حق نه ورکوي نو بيا دې ورله قوميتبدله کړې او په افغان کډوالو کې دې شمېر کړي نو دوی به د افغانستان ته ولاړ شي.

د دې متاثرينو په وینا چې دوی د خپلې سېمې د جميعت علماء اسلام (ف) ډلې منتخب پارلېماني استازې مولوي امير زمان سره څو وارې د رابطې کوښښ وکړ خو هغه د ((مصروفیاتو)) له کبله، له خبرو ډډه وکړه.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي، ګوند يې د متاثرينو دا مسله نه یوازې په سېنټ بلکې د حکومتي او پوځي چارواکو غوږونو ته هم رسولې او ورته ډاډ ورکړل شوی چې دا ستونزه به هواره کړي.

د متاثرينو په وينا چې د بوري په رساله لاين سيمه کې يې د (۳۵۰) زيات کورونه ول يا خو دې ورله حکومت دغه کورونه واپس ورکړي ګڼي څه متبادل انتظام دې ورله وکړي.

XS
SM
MD
LG