د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې به سرشمېرنه په دوه پړاوه کې تر سره شي


د پاکستان سترې محکمې ودانۍ
د پاکستان سترې محکمې ودانۍ

بلوڅ ملتپال ګوندونه دریځ لري چې په بلوچستان کې اوس مهال حالات دې ته جوړ نه دي چې هلته سرشمېرنه یا مردم شماري وشي.

اسلام اباد: د پاکستان شماریاتو ادارې مشر اصف باجوه ویلي چې په پاکستان کې به سرشمېرنه په دوه پړاوه کې تر سره شي.

اصف باجوه ویلي چې په ملک کې به د سرشمېرنې بهیر به د ۲۰۱۷م کال د مارچ مایشتې له ۱۵مې پیل شي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

اصف باجوه وویل چې د سرشمیرنې لومړی پړاو به په خیبر پښتونخوا کې له مردان او پېښوره او په بلوچستان کې له کوټې ، ژوب ، سبي او مکرانه پیلیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د سرشمیرنې دویم پړاو به په قبایلي سیمو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندی کشمیر کې ترسره شي.

اصف باجوه زیاته کړې چې د سرشمېرنې بهیر په ترڅ کې به د امنیت لپاره شاوخوا ۴۵۰۰۰ عسکر دنده تر سره کوي.

بلوڅ ملتپال ګوندونه دریځ لري چې په بلوچستان کې اوس مهال حالات دې ته جوړ نه دي چې هلته سرشمېرنه یا مردم شماري وشي.

په بلوچستان کې په ایتلافي حکومت شریک نشنل ګوند او بلوچستان نشنل پارټۍ دا اندېښنه هم لري چې که په اوسنیو حالاتو کې په صوبه کې سرشمېرنه وشي نو بلوڅان به د قام په حېث په لږکۍ بدل شي.

د یادو ګوندونو مشران وايي چې د صوبې په یو شمېر بلوڅ مېشتو سیمو کې د بېلتون پالو له کبله امنیتي حالات ښه نه دي نو ځکه هلته سرشمېرنه نشي کېداي.

دوی دا هم وايي چې لومړی دې په صوبه کې مېشت افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړل شي او بیا دې هلته د سرشمېرنې بهیر تر سره شي.

بل پلو د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو کومندان ډاکټر الله نظر ویلي چې دوی به په بلوچستان کې د سرشمېرنې اجازه نه ورکوي.

خو پښتون ملتپال ګوند او د صوبې په حکومت شریک پښتونخوا ملي عوامي ګوند چارواکي د بلوڅو اندېښنې بې ځایه بولي او د سرشمېرنې ژر تر ژره کول غوښتنه کوي.

د صوبې د بل لوی ګوند جمعیت علما اسلام ف ډ‌لې مخکښان هم وايي چې که په بلوچستان کې د ۲۰۱۳م کال ټول ټاکنې تر سره کېدای شوې ، بلدیاتي او د ښاروالۍ ټاکنې کېدای شوي نو سر شمېرنه هم کېدای شي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې په وروستي ځل سرشمېرنه په ۱۹۹۸م کال کې شوې وه. په هغه وخت کې په بلوچستان کې د بلوچستان نشنل پارټۍ حکومت وو.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند له هغه بهیره پرېکون کړی وو د کم له کبله چې اوس هم یو شمېر خلک پر یاد ګوند نیوکې کوي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې باید هر لس کاله وروسته په ملک کې د کور شمېرنې اوسرشمېرنې بهیر تر سره شي.

XS
SM
MD
LG