د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه به څه پایلې ولري؟


پراګ - په مسکو کې د روس، چین او پاکستان د درې - اړخيزې غونډې په پای کې په یوه ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلي د فعالیتونو په اړه اندېښنې افغان حکومت ناسمی بللې دي.

د روېټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په مسکو کې تر دې غونډې وروسته رسنیو ته وویل:

((روس، چین او پاکستان په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي.))

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت د دغو هېوادونو له یادو اندېښنو سره موافق نه‌ دی.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سېشنبې شپه په دې اړه مشال راډيو ته وویل، دا اندېښنې او څرګندونې ناسمې دي چې د داعش فعالیت په افغانستان کې مخ په پراخېدو دی.

همدا موضوع مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړلې چې پکې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک، د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال، د افغان ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي او د چارو پوه او خبریال طاهر خان مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

'مسکو غونډه, افغانستان ته ګټه نه رسوي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG