د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت په سرشمېرنه کې د نرښځیانو شمېر هم مالوموي


په پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو لپاره د یو احتجاج عکس
په پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو لپاره د یو احتجاج عکس

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب په لاهور هائيکورټ کې يو درخواست جمع کړل شوی دی په کوم کې چې د سرشميرنې په ترڅ کې د نرښځيانو شمېر نه مالومولو ويره څرګنده کړل شوې ده.

د پاکستان د شمارياتو محکمه وايي د ۲۰۱۷م کال له مارچ میاشتې د پیلېدونکې راتلونکي سر شمېرنې او کور شميرنې په ترڅ کې به په ملک کې د مېشتو نرښځيانو شمېر هم مالوم شي.

د یادې ادارې د سرشمېرنې کمشنر حبيب الله خټک مشال راډيو ته وويل چې د نرښځیانو د شمېر مالومولو لپاره یې د سرشمېرنې او کور شميرنې په فارم کې يې د هغوی لپاره يوه خانه بېله کړې ده.

د حبیب الله خټک په وینا ، د دوی ادارې دا ګام د سپريم کورټ او پېښور هائيکورټ د لارښوونو په رڼا کې پورته کړی دی.

د ټول پاکستان د نرښځيانو د اېسوسي اېشن مشره الماس بوبي د حکومت د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې که حکومت دوی ته شناختي کارډ او نور حقونه ورکړي نو دوی به په انتخاباتو کې هم برخه اخیستلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب په لاهور هائيکورټ کې يو درخواست جمع کړل شوی دی په کوم کې چې د سرشميرنې په ترڅ کې د نرښځيانو شمېر نه مالومولو ويره څرګنده کړل شوې ده.

د یاد درخواست تر اورېدنه وروسته عدالت په دې اړه تر راتلونکې مياشتې له حکومته ځواب غوښتی دی.

د خيبر پښتونخوا د نرښځيانو تنظيم په سپټمبر کې د سر شمېرنې په فارم کې د نر ښځو لپاره د جنس خانه د نه شاميلدو په اړه هم په پېښور هائي کورټ کې درخواست جمع کړې و.

په پاکستان کې په وروستي ځل سرشمېرنه او کور شمېرنه په١٩٩٨م کال کې شوې وه او د هغه وخت په سرشمېرنه کې د ملک ټوله ابادي تر ١٣ کروړه ٥٠ لکه زياته ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG