د لاسرسي ځای

تازه خبر

حلب کې ښايي د بشري حقونو سرغړونه شوې وي


په بریتانیا کې میشت د شام بشري حقونو څارنې ادارې د هوايي بمباریو او د سختو جګړو خبرونه تایید کړي دي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمېشنري وايي چې شام او ایتلافي هېوادونو روسيې او ايران د حلب په ختيز کې پر ولسي وګړیو بمباري د نړيوالو قوانينو سرغړونه ده او ممکنه ده دا په جنګې جرمونو حساب شي. دا بمباري په داسې حال کې شوې چې له هغه ځايه خلکو د وتلو کوښښ کاوه.

د يادې ادارې مشر زيد بن راعاد آل حسېن دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې روسيې له حلب ښاره د وګړیو د را-اېستلو پلان اعلان کړی وو، خو عملي نه شو. زيد په بيان کې ويلي دي، داسې ښکاري له حلب ښاره د وګړیو را-اېستلو عمل ناکامه شوی. که څه هم نوموړي دا خبره منلې چې د اور بند ماتېدو په اړه تضاد موجود دی، خو ويلي يې دي چې د شام حکومتي ځواکونو او د دوی ایتلافي هېوادونو په هغو ځايونو کې بمباري کړې، چې زياته ابادي لري او دا د بشري حقونو سرغړونه ده او دا د جنګي جرمونو په مانا هم ده.

نوموړي دا هم وويل چې د شامي حکومت د وګړو په حفاظت سره له هغه ځايه د راوېستلو ذمه واره ده، خو په دې کې ناکامه شوي دی.

له دې وړاندې د دسمبر په ۱۳مه په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفير ويتالي چورکن ويلي دول چې له ياغيانو سره تړون د حلب له ختيزه د وګړیو په حفاظت سره را-اېستلو لپاره وو. چورکن د ملګرو ملتونو امنيت شورا هنګامي غونډه ته ويلي ول چې د حلب ختيز کې پوځي هلې ځلې ودرول شوې دي او شاميو ځواکونو په هغه علاقه کنټرول ترلاسه کړی دی.

خو د ۱۲ ګنټو تر اوربند وروسته سخته جګړه پيل شوې. په بریتانیا کې میشت د شام بشري حقونو څارنې ادارې د هوايي بمباریو او د سختو جګړو خبرونه تایید کړي دي.

د روس دفاع وزارت ويلي دي چې د شام حکومتي ځواکونو تر هغه وروسته عمليات پيل کړل، چې کله ياغيانو پرې حمله وکړه. د شام حکومت او ياغيانو ترمنځ روسیې او ترکيي د اوربند تړون کړی وو. خو د ترکيي ولسمشر رجب طيب اردوغان د شام حکومت د اوربند په ماتولو تورن کړی. د ترکيي ولسمشر دفتر په يو بيان کې ويلي دي چې اردوغان او روسي ولسمشر ولاديمير پوتین په ټېليفون خبرې کړې چې د حلب ختيز څخه د وګړیو په سمدستي توګه د را-اېستلو لپاره په ګډه کار وکړي.

رویټرز خبري اژانس د ترکيي ولسمشرۍ دفتر سرچينو په حواله ويلي دي چې اردوغان او پوتین په دې سلا شوي چې د اوربند سرغړونو مخه ونيسي. بلخوا د روسیې بهرنیو چارو وزير سرګې لاوروف ويلي دي چې د حلب ختيز کې د ياغيانو مزاحمت به په راتلونکیو دوو او درو ورځو کې ختم شي. د روسیې دفاع وزارت ادعا کوي چې د حلب ختيز کې د ياغيانو تر ولکي لاندې ضلعو کې شاوخوا ۶۰۰۰ وګړي راوتلي دي او ۳۶۶ ياغيانو خپلي وسلې غورځولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG