د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې خپله افغان تګلاره څرګنده کړي'


د پښتنو ملتپالو ګوندونو مشرانو د پاکستان او افغانستان ترمینځ په ترینګلیو اړیکو اندېښنه ښودلې او غوښتنه کوي چې دواړه هېوادونه دې خپلمینځۍ شخړې په خبرو هوارې کړي.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، د پاکستان او افغانستان ترمینځه د مسلو له وجې د پولې دواړو غاړو [ډیورنډ کرښه] ته پراته ولسونه ځورېږي او له مرکزي حکومته يې غوښتنه کړې چې له خپل ګاونډي هېواد سره د اړيکو ښه کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

افتاب خان شېرپاو
افتاب خان شېرپاو

د نوموړي وینا وه چې د قامي اسمبلۍ له سپيکره يې غوښتي چې د افغانستان پارلېمان غړیو ته دې بلنه ورکړي او دا ډول یې د صوبايي اسمبلیانو سپيکرانو ته هم خواست کړی دی چې له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره دې خپل کردار ادا کړي.

د افتاب شېرپاو په وینا که د پاکستان او افغانستان ترمینځ اړيکي دومره خراب نه وی نو ولسمشر اشرف غني به چرې هم په هند کې دا ډول بیان نه ورکړی.

د ذکر ده چې د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني په یکشنبه د هند په امرتسر کې د افغانستان په باب د اسیا زړه کنفرانس کې پر پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو ملاتړ کولو تور ولګاوه خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان استحکام د پاکستان لپاره هم مهم دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي، پاکستان څو وارې وعدې وکړې چې په افغانستان کې به د امن لپاره خپل کوښښونه کوي خو د خپلو ژمنو عمليکولو پرځای پاکستان اوس هم په افغانستان کې لاسوهنه کوي.

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د نوموړي وېنا وه چې ډاکټر اشرف غني په دا قسمه وینا کولو پاکستان مجبورا کړو نو پکار ده چې پاکستان اوس د افغانستان په باب خپله تګلاره واړوي.

د عوامي نېشنل ګوند وياند زاهد خان مشال رېډيو ته وويل، افغانستان له ترهګرۍ سره مخامخ دی او هغه هېواد یې تورونه پر پاکستان پورې کوي نو اسلام اباد ته پکار ده چې د افغانستان په باب خپله تګلاره څرګنده کړي چې د تورونو روانه لړۍ ودرېږي.

د نوموړي وېنا وه چې د پاکستان د مختلفو ګوندونو مشران د دواړو ملکونو ترمېنځه

زاهد خان
زاهد خان

تعلقات معمول طرف ته راوستلو لپاره کوښښونه کوي خو مرکزي حکومت ته هم پکار ده چې له افغان مسرتابه سره په ګډه د ټولو مسلو حل راوباسي.

د حکمران ګوند مسلم ليګ ن د پارلمان استازی شهاب الدين وايي چې حکومت خو یې له لومړۍ ورځې راهیسې له خپلو ګاونډيو ملکونو سره د اړيکو ښه کولو هڅې کوي او په تېره له افغانستان سره ځکه چې د دواړو له یوه بله خلاسی نه-شته.

د نوموړي وینا وه چې د دواړو ملکونو اعلا چارواکیو ته پکار دي چې پر ېو بل د تورونو لګولو پرځای دې خپلمینځیو شخړو هوارولو لپاره کوښښونه وکړي.

XS
SM
MD
LG