د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فیدل کاسترو ژوند او مبارزې ته لنډه کتنه


د کيوبا اوسني ولسمشر او د فیدل کاسترو ورور راول کاسټرو پر سرکاري ټيلي وژن اعلان وکړ چې د ده ورور چې نژدې نيمه پييړۍ د کيوبا مشر وو ، مړ شوی دی.

د لاطيني امريکا هيواد کيوبا پخوانی ولسمشر فيدل کاسټرو د خالي په ورځ ناوخته د ۹۰ کالو په عمر کې مړ شو.

فیدل کاسترو تر ۵۰ کالو د کيوبا ولسمشر او وزيراعظم پاتې شوی وو. نوموړي پر کيوبا د امريکا پوځي يرغل، اقتصادي بنديزونو، په سفارتي توګه يوازيتوب، د ۱۰ امريکايي ولسشمرانو او د شوري اتحاد د ماتيدو شاهد وو.

د کيوبا اوسني ولسمشر او د فیدل کاسترو ورور راول کاسټرو پر سرکاري ټيلي وژن اعلان وکړ چې د ده ورور چې نژدې نيمه پييړۍ د کيوبا مشر وو ، مړ شوی دی.

راول کاسټرو وويل چې د کيوبا د انقلاب مشر د نومبر پر ۲۵ مړ شو، او د نوموړي د وصيتمطابق به اخري مراسم ترسره کوي.

فيدل عليحاندرو کاسټرو په ۱۹۲۹م کال د اګست په مياشت کې په شتمنې کورنۍ کې زيږلي وو. نوموړي د رومن کتولک زدکړې کړې وې. پر کاسټرو د زده کړو ډير اثر وو. نوموړي په ۱۹۵۰م کې د کيوبا په هوانا کې د قانون تر زده کړو وروسته د مارکسیزم ليننزم فلسفه خپله کړه او د امريکا پلوه ولسمشر فولنجينو باتیستا د رژيم د رانسکورلو لپاره یې ملېشه جوړه کړه.

د باتیستا واکمني له درغليو او بربريته ډکه وه او هغه هيواد د امريکا د شتمنو خلکو لپاره يو غوره ځاي وو.

خو د باتیستا واکمني ډير وخت پاتې نشوه. په ۱۹۵۹م کال کې د جنوري پر لومړۍ نيټه کاسټرو د مقبول انقلاب له لارې د تاتیستا حکومت رانسکور کړ او خپلو زرګونو پلويانو سره کاسټرو په پلازميني هوانا کې داخل شو.

کاسټرو په څو ورځو کې د کاميابۍ جشن نماځلو لپاره د امريکا سفر وکړ. په هغه وخت د امريکا رسنيو دا خبر کړو.

((۳۰ ورځي وړاندې فيدل کاسټرو هوانا ته له خپلو پلويانو سره ننوتو، او خلکو د خپل اتل هر کلی ډير په درناوي وکړو.))

دا د کاسټرو امريکا ته لومړی او اخري سفر وو، خو په هغه سفر کې نوموړي ډير د کار خبرې وکړې.

هغه وویل ، ((زما د پيسو، واک او نور څه خواهش نشته،

زما يوازېنی مقصد د خپل هېواد خدمت کول دي

))

خو په راتلونکو څو کلونو کې د امريکا او کيوبا ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې. امريکا لومړی کيوبا ته د شوګر درآمدات ودورل، او بيا يې پرې عارضي اقتصادي بنديزونه ولګول. خو کاسټرو له خپله دريځ ونه ګرځيدو او له ماسکو سره يې سياسي او اقتصادي اړيکې لا نورې مضبوطې کړې.

کاسټرو ډير په کاميابي په ۱۹۶۱م کال کې د اپريل په مياشت کې په((Bay of Pigs)) کې د امريکا پلوه ياغيانو يرغل پشا وتمبولو.

امريکا د ۱۹۶۱م کال اکتوبر مياشت کې په کيوبا په مکمله توګه اقتصادي بنديزونه ولګول، او دا هغه وخت وو، چې د کيوبا مزایل بحران رامنځ شو، چې ټوله نړۍ يې ولړزوله.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير خپل له خپله روسي سياله پوښتنه وکړه چې ايا روس په کيوبا کې ايټمي مزایل ځاي پر ځاي کړی چې امريکاييي ښارونه په نښه کړي.

د روس سفير په ځواب کې وويل چې دوي تيار دي.

په هغه وخت کې د امريکا ولسمشر جان ايف کينېډي له دستاويزاتو څخه دا مالوميږي چې نړۍ يو بل ايټمي جنګ ته نژدې شوې وه. خو د امريکا لخوا پر کيوبا د بحري خنډونو له وجې هغه ايټمي مزايل لرې کړل شو.

C
C

کاسټرو چې د امريکا لوي دښمن وو، د وژلو لپاره يو شمير قاتلانه بريدونه پرې شوي وو. کاسټرو په لاطيني امريکا کې بې سارې حثيت درلودو، او اتل وو.

د هغه د واکمنۍ پر وخت کيوبا کې تر ټولو ښه طبي نظام وو، شرح خواندګې ۹۸ فيصده وه. خو روسي ورسره هر کال تر ۶ اربه ډالرو پورې مرستې کولې، خو په ۱۹۹۱م کال کې شوري اتحاد مات شو. تر هغه وروسته کاسټرو د هيواد بقا لپاره مبارزه شورو کړه، نوموړي دا خبره په ۱۹۹۲م کال کې په خپله وينا کې ومنله:

کاسټرو په ۲۰۰۱ کال د جون پر ۲۹مه په يوه مرکه کې وويل چې تر هغه وروسته به راول کاسټرو ټولې چاري سمبالوي.

د کاسټرو کشر ورور راول کاسټرو د ۲۰۰۸م کال په فبروري مياشت کې قامي پارليمان د نوي ولسمشر په توګه وټاکی. راول چې فيدل کاسټرو نه ۴ کاله کشر دی، په ۲۰۰۶م کال کې عبوري ولسمشر جوړ شوي وو.

راول کاسټرو د ولسمشر په حيث نوي اقتصادي اصلاحات معارفي کړل، په معاش او د خوړو پيداوار کې یې هم اصلاحات راوستل.

فيدل کاسټرو په ۲۰۰۵م کال کې د نومبر په اتلسمه د امريکا استخباراتي اداري سي آئی ای د هغه راپور چې په کې ويل شوي وو، چې کاسټرو ته پارکینسن ناروغۍ ده. کاسټرو په ځواب کې وويل:

((هغوي هره ورځ ما وژني. خوپه هغه ورځ چې زه مړ شم، نو څوک به پري يقين نه کوي.))

(دا لیکنه د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د رپوټ ژباړه ده)

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG