د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان: کودتاچيان غداران دي، سخته سزا به وويني


خلک د کودتا مخنيوي لپاره د ټينکونو مخې ته راووتل.
خلک د کودتا مخنيوي لپاره د ټينکونو مخې ته راووتل.

ترکي پوليس وايي د بيګانۍ کودتا په تور يې ۱۵۶۳ پوځيان نيولي دي. همداراز ۹۰ کسان وژل شوي دي. په دوی کې هغه ۱۶ کسان شامل دي چې غوښتل يې کودتا وکړي. په دي ناکامه پوځي بغاوت کې تر زرو زيات کسان ژوبل شوی هم دي. چارواکي وايي چې په نيول شوو کې پينځه جنرالان، او ۲۵ کرنللان شامل دي.

په داسې حال کې چې ترکيه کې د پوځ د يوې برخې له خوا کودتا ناکامه شوې ده، ولسمشر طیب اردګان استنبول ته رسيدلی دی. هغه پرون رخصت او د هيواد په جنوب کې وو.

نوموړي د استنبول په هوايي ميدان کې خپلو ملاتړو ته وويل چې د کودتا هڅه کوونکو پوځيانو ته به سخته سزا ورکوي. هغه همداراز وويل چې پوځ به له غدارانو پاکوي. ((زه هيچيري نه ځم. کودتا کوونکو ته به دا غداري ډيره ګرانه پريوځي. موږ خپل هيواد اشغالګرو ته نه پريږدو.))

تر دې مخکې د ترکي لومړي وزير ويلي وو چې د کودتا پلان جوړونکی جنرال وژل شوی او جنرال عمي دندور د پوځ لنډمهاله مشر ټاکل شوی دی.

اردغان ويلي: هيواد اشغالګرو ته نه پريږدو
اردغان ويلي: هيواد اشغالګرو ته نه پريږدو

د جمعې په شپه کودتا کوونکو پوځيانو سرکاري ټلويزيون قبضه کړ. له هغه ځايه يې مارشل لا او ګرځبندیز اعلان کړ. پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو رسنيوو هم بنديز ولګول شو.

تر دغې وروسته د سي اين اين ټلويزيون پر ترکي بڼه د رجب طیب اردوغان ويډيويي پېغام خپور کړ. هغه له خلکو غوښتي وو چې د کودتا چيانو په وړاندې لارو کوځو ته راووځي.

ترکي چارواکو له لومړي سره ويل چې کودتا ټول پوځ نه ده کړې بلکې پوځ کې دننه يوې ډلې کړې ده. د کودتاچيانو له خوا د ترکي پوځ د مشر د نيولو د خبر تر راتګ وروسته، د ترکي وزيراعظم په موقت ډول جنرل عمي دندور نوی پوځي مشر وټاکه.

په ترکيې کې د حکمران ګوند سربيره اکثرو سياسي ګوندونو د پوځي کودتا په مخالفت کې له خپلو پلويانو وغوښتل چې مظاهرې وکړي او کودتا برياليتوب ته پرينږدي.

د اردغان د پيغام له خپرېدو سره سم په مختلفو ښارونو کې خلک لارو ته را ووتل. پوليسو هم د خپل منتخب حکومت په ملاتړ کې د پوځ په وړاندې مقاومت وکړ. له څو ساعتو وروسته په اکثره ځايونو کې وليدل شول چې پوليسو کودتا کوونکي پوځيان نيولي او خلک د ټينکونو مخې ته ولاړ دي.

د ترکي ټلويزيون يوه وېډيو خپره کړې چې پکې هغه عسکر چې د تقسيم څلور لاره او باسفورس پل يې قبضه کړي وو د پوليسو په ولکه کې دي او خلک يې پر ضد چغي وهي.

دې ويډيو کې ترکي پوليس کودتا کوونکي پوځيان نيسي...

تر دې وړاندې سرکاري خبري اژانس انادولو راپور ورکړی و چې د کودتا پر وخت یوې څرخي الوتکې له انقرې سره نږدې د پوليسو پر مرکز بريد وکړ چې پکې ١٧ پوليس ووژل شول، د پارلمان پر ودانی هم بمي حمله شوې او يوه څرخي الوتکه نسکوره شوې وه.

د ترکي لومړي وزير ويلي، چې د کودتا پلان جوړونکی جنرال وژل شوی.

د امريکايي ولسمشر په شمول د نړۍ د ګڼو هيوادونو مشرانو د ترکي د منتخب حکومت په ملاتړ کې بيانونه ورکړي او د ارامۍ غږ يې کړی دی.

د ترکيې د کودتا د سترګو ليدلی حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG