د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ترهګري څومره کمه شوې؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر وايي په ملک کې د ترهګرو ملا ماته کړای شوې ده.

پرویز رشید د جمعې په ورځ د پاکستانیو ورځپاڼو د استازو سره د خبرو پر مهال وویل، د استخباراتي او امنیتي ادارو په هڅو په ملک کې دننه د نوي فیصده ترهګرو خاتمه شوې ده. نوموړي دا هم وویل چې په ملک کې دننه سخت دریځه سوچونه هم تر ډېره حده کم شوي دي.

خو دا ادعا تر کومه حده سهي ده او د هیواد د اپوزیسون ګوندونه هم په دې خبره کې د اطلاعلاتو د وفاقي وزیر سره هم غږي دي او کنه؟ د پاکستان پیپلز ګوند ذ اطلاعاتو سکرتر او پخواني وفاقي وزیز قمرزمان کایره یې په ځواب کې داسې وویل :

« دا د پرویز رشید یوه اندازه ده. اندازې غلطې هم کیدای شي او سهي هم. د دغو اندازو سره اتفاق هم کېدای شي او اختلاف هم. خو د پاکستان د هڅو او قربانیانو څخه انکار نه شي کیدای.خو تر کومه حده چې په قامي ایکشن پلان د عمل کولو خبره ده نو د هغې د عملي کولو لپاره د ډېرو هلو ځلو ضرورت دی. د پاکستان د مرکز او د پنجاب حکومتونه د یو متبادل فکر رامینځ ته کولو ته اړتیا لري، چې لپاره یې هڅې او ارادې نه تر سترګو کېږي. »

د عوامي نيشنل ګوند سره تړاو لرونکې د پارلیمان پخوانۍ غړې بشره ګوهر بیا وایي چې مرکزي حکومت له تېرو درېوو کلونو راهیسې دغه دعوې کوي او دا څه نوې خبره نه ده.

« حکومت چې له کله نه عملیات شروع کړي، همدا خبره تکراروي چې نوي فیصده ترهګر مو ختم کړي او لس فیصده نور به هم زر ختم شي. حکومت له تېرو درېوو کلونو راهیسې هم دغه ادعاوې کوي. زما په خیال تر څو چې په تګلارو کې بدلون نه وي راغلی، سختدریځي داسې په فیصدیو نشي ختمېدلای.»

بشرا ګوهر وايي دوی په ښکاره ولیدل چې وسله وال په رڼا ورځ په اسلام اباد کې ګرځي او چې کله هم وغواړي برید کولی شي. ملا منصور په خلاص مټ په بلوچستان کې ګرځېدلو.

بلخوا په لاهور کې د امنيتي او سیاسی چارو کارپوه حسن عسکري وايي چي د حکومت لخوا د ترهګرو د ختمولو په اړه د نوي یا کم او زیات في صدي خبره خو منلای کېدای شي خو د سختدريځه سوچ په اړه شمېرې ورکول د سوچ نه لرې خبره ده.

« که چېرې د شمالي وزيرستان خبره کوئ نو دغو سیمو کي پوځ د ترهګرو روزنيز کيمپونه ، پټنځايونه او مرکزونه ختم کړل خو که د نور پاکستان خبره وکړو نو ترهګر ، سختدريځه او د دوی ډلې موجود دي. او دا خبره سهي ده چي دغو پوځي عملیاتو سره د دوی لږ مخنيوی شوی دی. دعام ولس په ژوندژواک کي يو څه بهتري راغلي ده. »

د حسن عسکري په خبره په پاکستان کي د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد د جګړې نېغ په نېغه تعلق د يو مخيزې تګلاري سره دی. په دي اړه د دوه مخې تګلارې نه مخکي څه ګټي لاس ته راغلي او نه به بیا تر لاسه شي.

XS
SM
MD
LG