د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي پنجاب د ریاستي وسله والو ډلو ګړ دی


لیکواله او څېړونکې عايشه صديقه وايي، چې جنوبي پنجاب دا مهال د کورنيو وسله والو ډلو تر څنګ د نړيوالو ډلو مرکز هم جوړ شوی دی.

د کړکېچ نړیړاله اداره (انټرنېشنل کرايسیس ګروپ) په خپل يو تازه راپور کې دعوا کوي چې په پاکستان کې د جهادي ډلو تر ټولو مهم مرکز د پنجاب صوبې جنوبي سیمې دي. په راپور کې را غلي چې په دغو سیمو کې د روزنيز کېمپونو، مذهبي مدرسو او د بېلا بېلو مسلکونو د جماعتونو يو لوی جال خور دی، چې په اصل کې د جهادي ډلو لپاره د مرکزي سرچینې کار ورکوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې په بهاولپور کې یو خبریال الیاس رضا هم د کړکېچ نړیوالې ډلې د راپور په تاید کې وویل، چې د راجن پور، بهاولپور، ملتان او د نورو سیمو د سلېمان غره په سلسسلو کې دغه وسله والې ډلې ميشتې دي او په دغو سیمو کې روزنيز کېمپونه هم دي.

'په دغو کېمپونو کې نویو برتي شویو وسله والو ته د مختلیفو وسلو کارولو، د باروتي موادو چلولو علاوه نورې روزنې ورکول کېږي، خو دغه وسلې، باروتي مواد یا نور د ترهې خورولو څيزونه په دغو سیمو کې نه جوړېږی بلکې يوازې د کارولو روزنه یې ورکول کېږي. له دې علاوه دغه سیمې د هغو لویو تاجرانو او مالدارانو خلکو ساتلو لپاره هم کارول کېږي چې وسله وال يې وتښتوي. غرض دا چې يو مکمل نېټورک دی. د مذهبي مدرسو يو لوی جال هم په دغو سیمو کې خور دی، او په مختلیفو وختونو کې ځينې پا کستانيو استخباراتي ادارو په دغو سیمو کې عملیات هم کړي دي.'

په اسلام آباد کې مېشت خبریال طاهر خان وايي، هم دا جنوبي پنجاب دی چې د لشکرې جنګوي، سپاه صحابه او د جېش محمد علاوه د یو شمېر وسله والو ډلو بنیاد پکې اېښودل شوی دی او د دغو ډلو مشرانو تعلق هم له دغو سیمو سره دی، خو دا خبره مهمه ده چې د دغو ټولو ډلو مسلکي تعلق له ديوبندي مسلک سره دی، بیا په طالبانو کې د پنجابيو طالبانو مشر عصمت الله معاويه تعلق هم له دغو سیمو سره دی.

د کړکېچ نړیوالې ډلې راپور ته په کتو چې د پنجاب صوبې په جنوبي سیمو کې ګڼې جهادي ډلې مېشتې دي نو بیا د پاکستان حکومت او پوځ هلته ولې عملیات نه کوي؟ په ملتان کې مېشته د امنيتي چارو پوهه او ليکونکې عایشه صديقه یې په ځواب کې وايي:

'د پاکستان ریاست ته په جنوبي پنجاب کې د پوځي عملیاتو هډو ضرورت نشته،په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې ځکه ضرورت پېښ شو، چې هلته ځينې وسله والې ډلې د ریاستی ادارو له واکه وتې وې او جګړه يې پیل کړې وه، خو اوس هم چې له ریاست سره تړلي کومې ترهګرې ډلې دي هغوی هم هغسې د معمول مطابق په دغو سیمو کې بانډه دي، نو د هغوی خلاف د عملیاتو خو ضرورت نشته، هغوی نيول او یا بې کاره کول د ریاست له مرستو سره اړه لري، او ریاست ته مالومه ده چې په جنوبي پنجاب کې کوم وسله وال په کوم ځای کې مېشت دي، خو زما په اند په دغو سیمو کې د عملیاتو پرځای په ریاستي تګلارو کې د بدلون ضرورت دی.'

عايشه صديقه وايي، چې جنوبي پنجاب دا مهال د کورنيو وسله والو ډلو تر څنګ د نړيوالو ډلو مرکز هم جوړ شوی دی.

د پاکستان پنجاب صوبې د قانون وزیر رانا ثناالله د ۲۰۱۶م کال مې میاشتې په ۱۶مه نېټه بې بې سي اردو ته په یوه ځانګړې مرکه کې کټ مټ هم د عایشه صدیقه خبره کړې وه چې د جماعت الدعوا او جېش محمد غوندې ډلو پرضد کاروايي ځکه نه کېږي چې په دغه معاملو کې د پاکستان ریاست خپله شامل دی.

XS
SM
MD
LG