د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذکریا: داعش په پاکستان کې نه شته


د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر وایي د وسله والو پرضد یې سخت اقدامات پورته کړې او وسله واله ډله داعش په پاکستان کې موجودګي نه لري.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې ته د یاد دفتر ویاند نفیس زکریا وینا وه چې پاکستان بې له توپيره د وسله والو پرضد کاروایې کوي او دې لړ کې نړیوالې ملګروملتونه د پاکستان ستاینه هم کړې ده.

په دې سوال چې د امریکا بهرنیو چارو سېکټر ویلي چې وسله واله ډله داعش پاکستان ، افغانستان او ایرانه ځوانان بهرتي کوي ،

د نوموړي وینا وه چې د امریکا خارجه سېکټر دا ویره څرګنده کړې وه چې دوه درې ملکونو نه وسله واله ډله داعش بهرتیانې کولې شي.

"په یقیني توګه پاکستان کې د وسله والې ډلې داعش موجودګي نشته. د امریکې خارجه سېکتر هم د داعش موجودګې په اړه څه نه دې ویلي خو هاغه د بهرتې په اړه ویره څرګنده کړه. دا بهرتیانې د هر یو ملک نه کېداې شي چرته چې د یوې ناتوانه طبقې خلک وي. موږ ژمن یو چې داسي کوښښونه ناکامه جوړ کړو او موږ کلک اقدامات وچت کړې دي. دا شان موږ هیڅ توپیر نه کوو چې کله د وسله والو عناصرو پرضد کاروایې کوو او موږ به د ترهګرې پرضد جنګ کې بریا ترلاسه کوو".

په وړمه ورځ په واشنګټن کې د وسله والې ډلې داعش مخنیوي په اړه د یوې غونډې په موقع د امریکې خارجه سېکټر رېکس ټیلرسن ویلي وو چې د وسله والې ډلې داعش لپاره انټرنېټ د بهرتي کولو یو ښه وسله ده ، موږ د دې مخنیوي په اړه ښه پرمختګ کړې خو موږ له به د دې مخنیوي لپاره نور هم څه کول وي.

دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال طاهر خان وایې چې د نورو وسله والو ډلو غوندې د وسله والې ډلې داعش موجودګي نشته.

خو دې زیاتوي چې وسله والې ډلې داعش په اړه اندېښنې شته او دا د پاکستان لپاره یو چېلنج کېداې شي.

"دا یواځې د وسله والې ډلې داعش خبره نه ده ، د کلونو کلونو راهیسي وسله والې ډلې موجودې دي، خلک رالیږي ، چاودنې کوي که دوي دا دعوا وکړې چې ټولې ډلې ختمې کړې شوې دي خو که په د ورستیو کې وګورې نو تر ۱۰۰ زیات کسان په بمي چاودونو کې وژل شوې دي او چاودنې په داسي ځایونو کې شوې چې کېدای شي هغه د چا په ذهن کې هم نه وو نو دا ځکه کیږي چې له هغې سره افرادی قوت موجود دی او که دغه حملو ته وګورو نو د هغې نظام موجود دی او د بهرتیانو کار یې روان دې".

د یو بل سوال په جواب کې نفیس زکریا زیاته کړه چې د روس په ښار مسکو کې کېدونکې د افغانستان د امن په اړه غونډه کې د طالبانو د ګډون علم ورته نه شته خو پاکستان به دې کانفرنس کې ګډون کوي.

ده ووېل چې دا ګډون به په کوم سطح کیږي، د دې په اړه به لا فېصله کیږي.

د راپورونو ترمخه چې د مسکو غونډه کې ګډون لپاره افغانستان ، پاکستان، هند، ایران وسطي ایشیايې ملکونه ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG