د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه نور افغان کډوال خپل وطن ته ځي


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين اېچ سي آر وايي چې په پاکستان کې ميشت د راجستر افغان کډوالو د بيرته ستنېدو لړۍ به د اپريل مياشتې په لومړۍ اونۍ کې پيل شي. تر دې مخکې اعلان شوی وو چې دا کار به د مارچ له مياشتې پيليږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې اوس افغان کډوال کولی شي راتلونکې مياشت خپل ماشومان د دوی سره رجسټرډ کړي. د هغې په وينا که څوک داسې ونه کړي نو غير رجسټرډ ماشومانو سره به يو اين اېچ سي آر مرسته نه کوي.

په دې وروستيوو کې خوا او شا پنځه لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

د ذکر ده چې يو اېن اېچ سي آر د تير کال جولايي مياشتې راهسې د پاکستان څخه په خپله خوښه ستنېدونكي هر راجستر افغان كډوال ته د درې نيم سوو (۳۵۰) ډالرو سربېره د سفر خرچ په توګه له درشو تر اويا ډالرو پورې ورکوي.

د دنيا اسلم خان په وينا دا مهال ديارلس لکه پورې راجستر او شپږ لکو پورې غېر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. د هغې په وينا د تير کال له جنورۍ څخه نومبر پورې له پاکستانه پخپله خوښه له دريوو لکو څخه ډير رجسټرډ او تر دوه نيم لکو پورې غير راجستر کډوال افغانستان ته تللي دي.

په پاکستان کې مېشت هغه غير راجستر افغان کډوال چې پخوا يې ځانونه نه وو ثبت کړي، وايي چې حکومت دې د دوی نوم ليکنه هم وکړي.

د ننګرهار ولايت محمد فضل مشال ريډيو ته ويلي چې دوی له ډيرو کلونو راهيسې پېښور کې اوسيږي او د ناپوهۍ له وجې يې ځانونه پخوا نه وو رجسټرډ کړې. هغه زياتوي: ((موږ هم غواړو چې رجسټرډ شو او د کارډ لرونکونکو په شان مالي مرستې موږ سره هم وشي.))

د تېر کال د نومبر مياشتې په څوارلسمه نېټه د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پروېز خټک مطبوعاتو ته ويلي وو چې په صوبه کې يې په لکونو غېر راجستر افغان کډوال ژوند کوي نو وفاقي حکومت دې دا کډوال هم راجستر کړي چې خپل ملک ته ستنېدو پر وخت ورسره نړيوالې ادارې مرسته وکړي.

د پېښور په افغان قونصلګرۍ کې د کډوالو د چارو مشر عبدالحميد جليلي مشال ريډيو ته ويلي چې په دې اړه يې اړونده چارواکو سره خبرې کړې او په نيزدي وختونو کې به غير رجسټرډ کډوال هم رجسټرډ شي.

XS
SM
MD
LG