د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نن په جزوي ډول د تورخم او چمن لارو پرانيستلو وعده شوې"


عمرزاخېلوال
عمرزاخېلوال

په اسلام اباد کې افغان سفير وايي هيله من دی چې د تورخم او سپین بولدک لارې په جزیي ډول نن د ناروغانو،ښځو او سپین ږیرو په مخ پرانيستل شي. د ولسمشر غني جګپوړي سلاکار او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال ازادۍ راډیو ته وویل چې دا ژمنه پاکستاني چارواکو له ده سره کړې ده.

عمر زاخېلوال زياته کړه: ((د نن ورځې ژمنه یې داده چې دا لارې به په فرعي ډول خلاصې شي یعني له هغې لوري به مریضان، سپین ږیرو او ښځو ته اجازه وي. دا لارې به هغوی ته هم پرانيستې وي چې د وېزو له لارې راغلي دي او غواړي چې بیرته خپل هېواد ته لاړ شي.))

پاکستان نهه ورځې وړاندې په سند صوبه کې له ځانمرګي بريد وروسته د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړلې. پرون د جمعې په اتمه ورځ هم د تورخم دروزازه بنده وه او اوس پرې هغه ګڼه ګوڼه نشته لکه پخوا چې لیدل کېدله.​

د تورخم دروازې له بندیدو سره د پیښور او تورخم ترمنځ په خیبر ایجنسۍ کې ولسي وګړي ایسار پاتې دي او ځای پر ځای د مالونو ډک ګاډي ودرول شوي دي او ډریوران یې افغانستان ته د اوښتو لپاره منتظر دي. هغوی په خپلو ګاډو کې بار د خوراکي موادو په خرابېدو اندیښمن دي.

د میوې ډک یو ګاډي ډرایور راز باچا مشال ریډیو ته وایي: ((مالټې یې بار کړې دي چې نور په خرابېدو دي. اوس مال والا یې وایي چې بیرته یې راستنه کړه. دلته دوی ټولو ته زیان ورسېدلو.))

هغوی وايي ټوله شپه په ویښه تیروي او د خپل مال چوکیداري کوي. دوی غوښتنه وکړه چې لار دې ورته لار خلاصه کړل شي ځکه چې نور تکلیفونه نه شي ګاللی. یو بل ډرایور شریف خان وایی، د پاسپورټ او ویزې باوجود یوې خوا ته هم نه شي تللی. نه یې پيښور ته پرېږدي او نه یې تورخم ته.

شریف خان وايي ډير سخت نارغه هم دی. کله تر خپلې لارۍ لاندې ویده شي او کله یې د پاسه. یوه ورځ ډوډۍ پخه کړي او بیا یې څلور ورځې خوري. د لاریو خرڅه هم ورسره ختمه شوې ده.

د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي، په دې تېرو څو ورځو کې یې د انساني همدردۍ په بنیاد یوازې یوشمېر هغو افغان کورنیو ته پر تورخم دروازه افغانستان ته اوښتو اجازه ورکړې ده چې د کورنۍ غړي یې په پاکستان کې وفات شوي ول او جنازې یې هلته افغانستان ته وړلې.

د تورخم دروازې له بندیدو د ټرک ډریورانو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00

XS
SM
MD
LG