د لاسرسي ځای

له پاکستانه دافغان کډوالو ستنولو لړۍ ځنډول شوې


د افغانستان کډوالو چارو وزارت وایي، له پاکستانه د راجسټر شویو کډوالو ستنیدو لړۍ تر درو میاشتو پورې ځنډول شوې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل نن مشال راډیو ته وویل د افغان حکومت غوښتنه دا ده چې دا بهیر دې د راتلونکې میلادي کال تر پایه ودرول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی ځنډولو پروسه هم د پاکستان له خوا یوا ړخیزه پریکړه وه. زموږ غوښتنه دا وه چې لومړی باید د دوی د اوسېدو ستونزه حل شي یانې دوی ته د ۲۰۱۷ کال تر پایه وخت ورکړل شي.

د ښاغلي میاخیل په خبره د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روانې نومبر میاشتې تر پنځلسمې وخت ورکړی چې د اوسېدو اسناد نه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې له پاکستان او ایرانه اته لکه او دېرش زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې څه باندې پنځه لکه او دېرش زره یې له پاکستانه او پاتې نور یې له ایرانه ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG