د لاسرسي ځای



نیازموسی خیل،مشال راډیو،کوټه

په کوټه کې څو ورځې وړاندې نامالومه کانو لخوا د تېښتول شوي ډاکټر ممتاز حیدر د وژل کېدو وروسته د د ډاکټرنو اتحادیې په ټول بلوچستان کي د احتجاج اوهړتال اعلان کړی دۍ.

خو د صوبې وزیراعلی له ډاکټرانو غوښتنه کړې چې خپل احتجاج دې ژرتر ژره ختم کړي.

په دغه صوبه کې له تېرو څو کلونو راهیسې سړي تیښتونې ډېرې شوې دي



د ډاکټرانو د اتحادیې (پاکستان میډیکل ایسوسي ایشن) بلوچستان جنرل سیکرټري ډاکټرنعیم زرکون مشال ته وویل ،” د ډاکټرممتاز پیښه لومړۍ هغه نه ده.دا یوه لړۍ ده چي را روانه ده.یو څو میاشتي مخکي ډاکټر اکبرمري و تیښتول شو،او لا تر اوسه یې برخلیک نه دی مالوم چې چا و تیښتولو.دغه رنګه ډاکټر دین محمد هم و تیښتول شو او ډاکټر صالح بلوڅ ووژل شو،خو تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي‎٬٬

ډاکټرنعیم زرکون زیاته کړه ،چي بل دلته یوه نه بله ورځ په هسپتالونو کي ډاکټران وهل او ډبول کیږي.نو اوس دوي مجبوره شو چي احتجاج به کوي،دده به بره چې بې له دې بله چاره نلري چې د حکومت پاملرنه د دوی اندېښنو او غوښتنو ته واړوي.

د کوټي د سِول هسپتال ډاکټر محمدنور وايي،”دا هړتال دم ګړۍ په او.پي.ډي کې دی ،خو په ایمرجنسي کي هړتال نشته. موږ ته د ناروغانو هم خیال دی او هلته په باقاعده توګه ډاکټران موجود دي.دا کاربندیز به تر هغه وخت دوام ولري، چي زموږ غوښتني نه وي منل شوې“

د ډاکټرانو اوسني هړتال په روغتون کې بستر ناروغان له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.د ناروغان خپلوان وايي چې د مریضانو دارو او درملنه پر وخت نه کېږي.

د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم ریساني ډاکټرانو ته د ۲۴ ګنټو مهلت ورکړی چي کاربندیز دي ختم کړي،ګني سخت ګامونه به یې پر ضد واخلي.
XS
SM
MD
LG