د لاسرسي ځای

فرانس وییلي، نیټو دې د کرنل قذافې د پوځ خلاف بریدونه زیات کړې.


د فرانس ولسمشر نکولس سرکوزې د نیټو نه غښتنه کړې ده، د کرنل قذافي د پوځ خلاف دې په مصراته ښار کې هوایی بریدونه زیات کړي.

په پیرس کې د نکولس سرکوزي او د لیبیا د یاغی قامې کونسل مشر مصطفا عبدلجلیل د لیبیا په حلاتو خبري کړې دي.

فرانس او اټلې دا هم وییلي، دوې به د برتانیا په رنګ لیبیا ته د دفاعي چارو مشاوران لیګی ، چې د لیبیا یاغي ډلو ته د کرنل قذافي د پوځ خلاف په جنګیدو کې مشورې ورکړي.

امریکا وییلي، دوي د دې ګام ملاتړ کوې خو د خپل پوځ لیبا ته د لیږلو کوم پلان نه لري .

اخوا د لیبیا د حکومت ویاند موسا ابراهیم یو چینایی ټیلي ویژن سره په مرکه کې وییلي، د لیبیا د شخړې فیصله به د لیبیا اولس کوې.
XS
SM
MD
LG