د لاسرسي ځای

امریکایی ولسمشر بارک اوبامه وییلې، د ملک د اقتصاد ښه کولو لپاره کار کوې..


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کلیفورنیا ریاست په سیلي کان وادۍ کې د فیس بک ویب پاڼې لخوا د امریکا د اقتصاد په اړه د خلکو د سوالونو ځوابونه ورکړل.

اوباما د فیس بک د جوړونکې ۲۶ کلن مارک زیوکربرګ سره په یو پروګرام کې هم ګډون وکو او وې وییل د امریکا د اقتصاد ښه کولو لپاره یی یو شمیر کارونه پیل کړي دي.

اوباما وایی، دوي به مالې بحران او قرضې کنټرولوې ، او کوشش کوې دغه مسلې په خپله هواری کړې، او راروان ولسمشر ته یی پریښودل نه غواړې.

په دغه خبرو کې اوباما د امریکا د ۱.۴ ټریلن ډالره بجټ د کمولو په منصوبه خبرې وکړې، او دا یی هم وویل په مالداره خلکو به ټیکسونه زیاتوي .
XS
SM
MD
LG