د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کړکېچنو حالاتو کې پاکستان ته د مایک مولین سفر


د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک مولن د پاکستاني پوځ له مشر اشفاق کیاني سره
د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک مولن د پاکستاني پوځ له مشر اشفاق کیاني سره
د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک مولن د دوه اړخیزه خبرو اترو لپاره د پاکستان سرښار اسلام آباد ته رسیدلې.

د دې دورې پر مهال به نوموړې د نورو لوړ پوړو سیاسي چارواکو تر څنګ د پوځ له مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني سره ویني.

نوموړی پر داسې مهال د پاکستان سفر کوي چې له تېرې مودې راهیسې د امریکا او پاکستان ترمنځ تعلقات ډېر زیات کړکېچن شوي دي.

په پېښور کې د دفاعي چارو کارپوه بریګيډیر محمودشاه له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل چې د امريکا او پاکستان ترمنځ د ستراتیژۍ پر سر اختلاف دی



خپله ایډمرل مایک مولن هم دا خبره منلې چې د دواړو هیوادونو تر مینځ په تعلقاتو کې د مشکلاتو وجه دا ده چې پاکستان د هغه ترهه ګرو سره اړيکي لري چې په افغانستان کې خپل عملیات تر سره کوي .

د پاکستان ورځپاڼې او سیاسي شنونکي وايي تمه ده چې ددې لوړ پوړو چارواکو به لیده کاته کې به د سي آی اې د یوه کارکونکي ریمنډ ډیویس له وجې دوي ترمینځ په تعلقاتو کې رامینځ ته شوې کشالې هوارې کړي.

پاکستان په بیا بیا له امریکا غوښتنه کوی چې په قبایلي سیمو کې دې ډرون بریدونه بند کړي او د سی ایی اې کارکونکي دې واپس ولیږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د مشکوکو ترهګرو پر ادو او مرکزونو په افغانستان کې مېشت د ناټو په مشری امريکايي ځواکونه د خپلو بې پایلټه ډرون الوتکو بریدونه کوي چې پکې د القاعدې ،د سراج الدین حقانې ډلې او د پاکستاني طالبانو ګڼ شمېر د سر او لاندې کچې کسان وژل شوي دي.

د دې سربېره د پاکستان خارجه سیکتري سلمان بشیر به سبا له په واشنګټن کې د امریکایی چارواکو سره ویني. چې پر دوه اړخیزه تعلقاتو خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG