د لاسرسي ځای

د "تري کپس آف ټي" کیسې درواغ دي


د «تري کپس آف ټي یا د چای د درې پیالو» په نوم د یوه کیتاب خپرونکی وايي د دې لیکنې د برخو بیا کتنه کوي.
دا کیتاب چې ګرېګ مورټېنسن لیکلی دی او د بې وزلۍ د ختمولو او د تعلیم یا د پوهې د ودې په موخه یې په بېلا بېلو سیمو کې سفرونه هم کړي دي، په اړه په دې وروستیو کې دعوې رامخې ته شوې دي چې په دې کې ډېر شیان له ځانه لیکل شوي دي او دا له حقیقت سره تړاو نه لري.

په دې کیتاب د جعلکارۍ تورونه د امریکا د سي بي اېس ټیلي وېژن په یوه رپورټ کې پورې شول. د دې کیتاب په یوه برخه کې دا لیکل شوي دي چې مورټېنسن په پاکستان کې د کې ټو غره څوکې ته په ختو کې پاتې راغلی وو، او په ۱۹۹۶ کې په وزیرستان کې وتښتول شو، د رپورټ ترمخې دا خبرې سمې نه دي.

په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې مورټېنسن چې په افغانستان او پاکستان کې د ښوونځیو د جوړولو خبرې لیکلې دي په هغوی کې ځېنې ښوونځي خو یا له سره جوړ کړل شوي نه دي او یا هم له مخکې موجود ول. د کیتاب لیکوال مورټېنسن له دې تورونو انکار کړی دی او ویلي یې دي چې د خپل کیتاب د معلوماتو تر شا ولاړ دی.
XS
SM
MD
LG