د لاسرسي ځای

مک کرېسټل سپین وخوت


د امریکا د دفاع وزارت پینټاګون د پلټنو او پوښتنو پر مهال پخوانی جنرال سټینلې مک کرېسټل بې ګنا ثابت کړی دی.

په رولېنګ سټون نومي مجله کې د یوه لیک له کبله تېر کال په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو مشر جنرال مک کرېسټل له خپلې دندې ګوښه کړل شوی وو.

تېره ورځ د پلټنو په اړه په یوه خپور شوي بیان کې د یادې شوې مجلې د رپورټ کره والی تر پوښتنې لاندې راغلی دی. په دې رپورټ کې له مک کرېسټل سره د شا و خوا کسانو له خولې په ګمنام ډول دردوونکي څرګندونې لیکل شوې وې.

د دفاع د وزارت د انسپکټر جنرل دفتر وايي په دې ترځ کې شواهد کافي نه ول چې ترې زبات شي چې مک کرېسټل یا د هغه له کارکوونکیو څخه یوه د قانوني یا اخلاقي معیارونو پرته څه کار کړی وي. تر مک کرېسټل وروسته جنرال ډېوېډ پیټرییس په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د مشر په توګه وګومارل شو.
XS
SM
MD
LG