د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوناتن ګوډلک د نایجیریا ټاکنې وګټلې


د نایجیریا ولسمشر ګوډلک جوناتن د دې هېواد ولسمشریز انتخابات ګټلي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د اعلان ترمخې وروستۍ پایلې ښيي چې جوناتن دوه ویشت نیم میلونه رایې ترلاسه کړې دي چې د ټولو رایو ۵۷ فیصده برخه جوړېږي.

د نوموړي مخالف محمدو بوهاري ۳۱ فیصده رایې ترلاسه کړې دي. د سور صلیب له وینا سره سم، د هېواد په شمالي برخو کې له پولیسو سره د نښتو پر مهال یو شمېر کسان وژل شوي دي. د نایجیریا په شمال کې مسلمانان اوسي او په جنوب کې عیسویان. ولسمشر جانتن عیسوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG