د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له طالبانو سره جګړه څنګه ختمول غواړي.احمد رشید


د برتانییا په فاینانشل ټایمز ورځپاڼه کې د پاکستاني خبریال احمد رشید یوه مقاله تر دې عنوا ن لاندې راغلې چې امریکا له طالبانو سره جګړه څنګه ختمول غواړي.

دی لیکي ،د اوباما اداره په کور دننه د دوو کلونو د ناندریو او اختلافونو وروسته په لو مړي ځل په دې یوه خوله ده چې له طالبانو سره خپلې پټې خبرې پرمخ یوسي.

دوی دا هم غواړي په داسې حال کې چې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وېستو تیاریانې کوي ، دغه خبرې پراخې کړي او په کې سیمه ییز هیوادونه لکه پاکستان هم ورسره مله کړي چې د سولې راوستو کې مهم ګڼل کېږي.

ناټو هیوادونه ،په پتېره برتانییا ،او سیمه ییز هیوادوانه، په ځانګړې پاکستان ،د اوباما حکومت لخوا ددغه اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره په چټکتیا او یوه خوله سره د نه راوړاندې کېدو له کبله ډېر زیات ناامېده دي.خپله امريکايي چارواکي هم په کور دننه د لازیاتېدونکي فشار لاندې دي.د اې بي سي نظرپوښتنې د یوې سروې له مخې په درو کې دوه امریکایان چې دا جګړه نور د اوږدېدو وړ نه ده.پر دې جګړه په یوه اونۍ کې دوه ارب ډالر خرچه راځي چې د امريکايي او اروپايي ولسونو د ټېکس پيسې دي.

له تېر مني راهیسې امريکايي چارواکو له طالب استازو سره په بیا بیا خبرې کړې په دې کې ستونزه د طالبانو د یو مرکز ده چې له چا سره باید خبرې وشي.نو اوس امريکا دا خبره منلې او پر دې کار هم کوي چې د طالبانو په غوښتنه تر ډېره امکان دی په خلیجي هیوادونو یا ښتايي په ترکیې کې د دوی دفتر پرانیستل شي.دا د به له نژدې یوې لسیزې راهیسې چې د طالبانو رژیم یې رانسکور کړې په امريکايي تګلاره او ستراتیژۍ کې یو پرېکنده بدلون وي.او په دې سره به بې له خنډه له طالبانو سره د افغان حکومت او د بهرنیو لکه د امريکایانو مخامخ خبرې کېداي شي.

په اوسنیو خبرو کې یو پرمختګ دا شوی چې د طالبانو دفتر به افغانستان کې هم جوړېږي.د حامیدکرزي حکومت هم له تېرو نژدو درو کلونو راهیسې وار په وار خبرې کړې دي خو د امريکايي مرستې پرته پر مخ نه دي تللې.طالبانو په ځانګړې له امریکایانو سره د خبرو غوښتنه کوله.

پر بل پلو له میاشتو راهیسې د امريکايي او پاکستاني استخباراتي ادارو تر منځ له کړکېچ سره سره امريکايی چارواکي غواړي چې د پاکستان پوځ په دغه بهیر کې ورسره مل کول غواړي چې د جګړې ختمولو کې ورسره مرسته وکړي او په پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه تر خپلې ولکې لاندې راوړي.

او امريکا له پاکستانه له خپلې ناامېدی سره په دې پوه ده چې د دوی بغیر په افغانستان کې سوله نشي راتلای.

په دې موخه د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي کابل ته ولاړ چې له طالبانو سره په خبرو کې د ښاغلي کرزي سره د مرستو ژمنه وکړي.
XS
SM
MD
LG