د لاسرسي ځای

پاکستان او امريکا په واشنګټن پر اقتصادي چارو خبرې کړې


د پاکستان او امریکا چارواکو په واشنګټن کې له یو بل سره لیدلي چې موخه یې په اقتصادي ډګر کې د پاکستان پر هڅو غور کول دي.

د پاکستان د مالي چارو وزیر حفیظ شیخ د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر تامس نېډس سره ولیدل. په یو ګډ بیان کې ویل شوي امریکا په تېرو میاشتو کې د پاکستان هغه ګامونه مني چې د ګټې د لاس ته راوړنې او د روان مالي کال د تاوان تر واک لاندې راوستو لپاره یې کړې دي.

په بیان کې ویل شوي پاکستان اوس هم لویو اصلاحاتو ته اړتیا لري چې تر مخې یې د انرژۍ څانګه پیاوړې کړي او د کار موکې برابرې کړي. په تېرو کالونو کې امریکا پاکستان ته اربونه ډالره د مرستې په توګه ورکړي دي چې له دې هېواد سره د سخت دریځو پر ضد په جګړه کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG