د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ایراني انجینیران برمته شوي


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین میمنپرست وايي په غربي افغانستان کې وسله والو کسانو دولس ایراني انجینران تښتولي دي.

نوموړی وايي انجینرانو په فراه ولایت کې له یوه تعمیراتي شرکت سره کار کاوه. هغه دا توضیح یا وجوهات ورنکړل چې څوک د دې چاپې تر شا دي خو خو ویې ویل چې په کابل کې د ایران او په تهران کې د افغانستان سفارت د پېښې پلټنې کوي.

د فراه د والي مرستیال یونس رسولي وايي له دولسو څخه نهه انجینران ایرانیان دي او درې افغانان دي. تښتول شوي کسان د افغانستان او ایران ترمنځ د لویې لار په ودانولو کې بوخت ول. د ایران حکومت په فراه ۱۲۰ کېلوميټره اوږد سړک جوړوي، چې د ایران له مشرقي ښار خوراسان سره به تړل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG