د لاسرسي ځای

د پاکستان وزیراعظم د ډرون بریدونو درولو غوښتنه کړې


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني پر امریکا ټینګار کړی دی چې په پاکستان کې دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

نوموړي ویلي امریکا باید ورسره په ښه ډول استخباراتي مالومات شریک کړي چې دوی بیا د ترهګرۍ پر ضد خپله جګړه پر مخ بوځي.

تېره ورځ نوموړي د امریکا د نمایندګانو د ایوان یا د ولسي جرګې له سپیکر جان بوینر سره په اسلام اباد کې ولیدل او بیا یې د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل واشنګټن که غواړي د ترهګرۍ پر ضد جګړه بریالۍ شي نو باید د پاکستان د سیاسي او پوځي هڅو درناوی وکړي.

بوینر چې د کانګرس شپږ نور غړي هم ورسره ول، د پاکستان د دوه ورځیني سفر پر مهال یې تېره ورځ د دې هېواد له پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، او د امریکا له سفیر کیمرون مونټر سره هم ولیدل. تېر کال د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر زیات شوي ول.
XS
SM
MD
LG