د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کي به نور پوځي عملیات نه کوو.کیاني



نیاز موسا خیل مشال رېډیو کوټه

د پاکستان پوځي مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني تېره ورځ په سويي کي یوې غونډي ته په خپله وینا کې وويل ،چي په راتلونکو څو میاشتو کې دننه به پوځ له سویي څخه ووزي او پر ځایې به یې د ایف سي ځواکونه ګمارل کېږي.

جنرل کیاني زیاته کړه،”په راتلونکې کي به د پوځ یو سپاهي هم په بلوچستان کي په هیڅ عملیاتو کې برخه نه اخلي
٬٬
د جنرل کیاني د څرګندونو په غبرګون کې بلوڅ سیاسي ګوندونه وايي چې د پوځ او ایف سي هیڅ فرق نشته دواړه تر یوې کماندې لاندې کار کوي.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مینګل ډلې ) یو صوبایي مشرسردارحق نواز بزدار مشال ته وویل،” دا یوه عجیبه خبره ده چي په راتلونکي کي به پوځي عملیات نه کیږي.دا یوازي خبري دي.د پوځ پر ځای چې ایف سي راځي نو ددې دواړو ترمنځ فرق څه دي. په اصل کي ایف،سي هم د پوځ یوه برخه ده او و موږ ته یې هیڅ فرق هم نشته.دواړه یو شان دي،یوازې وردۍ یې جلا دي.٬٬

سردارحق نواز بزدار غوښتنه وکړه چې په صوبه کې دي ټول ځواکونه خپلو چاوڼیو او بیرکونو ته ولاړ شي.په داسي بیانونو هيڅ نه جوړېږي.
د سويي ضلعې یو اوسېدونکی ریحان بګټي وايي ،” چې د پوځ مشر جنرل کیاني پخپله دا مني چي په بلوچستان کې پوځي عملیاتو کې به نور پوځ برخه نه اخلي ددې مانا دا ده چې دلته پوځ موجود وو.مخکي خو زموږ صوبایي او مرکزي حکومتو نو تل دا ویل چي په بلوچستان کي پوځي آپریشن نه دی روان،خو نن د پوځ مشر پخپله دا خبره تاییدوي.٬٬

ریحان بګټي وايي، یو کال مخکې حکومت اعلان کړی وو چي ایف سي به د صوبایي حکومت تر واک او اختیار لاندي کار کوي.آیا هغه اعلان عملي شو؟آیا وزیراعلی ته هغه اختیارات تر لاسه شو؟

بلوڅ سیاسي ګوندونه نظر لري چي د بلوچستان کړکیچن حالات په داسي ویناوو نه شي هوارېدی ،دوي وایي چي پوځ او پارلیمان دي د دوي غوښتني په پراخ نیَت او خلوص سره په پام کي ونیسي.
XS
SM
MD
LG