د لاسرسي ځای

د سوریا د کورنیو چارو وزارت وايي په هېواد کې ناکراري دومره زیاته شوې ده چې اوس ورته وسله وال بغاوت وايي.دوی وايي هغه ډلې چې ناکراري خپروي به نه زغمل کېږي.

په یوه بیان کې د کورنیو چارو وزارت وویل له سلفي تنظیمونو سره تړلې ډلې، په ځانګړي ډول، د هومز او بنیاس په ښارونو کې وسله وال بغاوت کوي.


په بیان کې پر داسې ډلو د پوځیانو، پولیسانو او ملکي وګړو د وژلو، او پر حکومتي او شخصي ودانیو د بریدونو تور پورې شوی دی او خبرداری ورکړل شوی دی چې د دوی ترهګر کارونه به نه زغمل کېږي.

بیان وايي د سوریا چارواکي به له پوره هوډ سره په هېواد کې د امنیت و کرارۍ راوستو لپاره کار کوي. د کورنیو چارو وزارت دا بیان پر داسې مهال خپور کړی چې په زرګونو د حکومت مخالفه کسان د هومز د ښار منځ ته راغونډ شوي ول او د ولسمشر بشار الاسد د رژیم پای ته د رسولو غوښتنه یې کوله.
XS
SM
MD
LG