د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې


د عراق امنیتي چارواکي وايي د پلازمېنې بغداد په شین زون کې په دوه موټري بمي چاودنو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او لس ژوبل دي.

په وژل شویو او ژوبلو کې عراقي پوځیان هم شامل دي. چاودنې د بغداد په شین زون کې له یوې امنیتي پوستې سره شوې دي. د بغداد په منځ کې په دې شین زون کې حکومتي ودانۍ، او سفارتخانې پرتې دي.

په عراق کې اوس مهال هم اورپکي وژونکي بریدونه کوي خو د تاوتریخوالي کچ د تېرو کالونو پرتله راپرېوتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG