د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ماین چاودنې او هدفي وژنې


په بلوچستان کي د ماین په چاودنه او د ډزو په پیښه کي ۴ کسان وژل شوي دي .د لورالایي ضلعې د څماولنګ په سیمه کي نن غرمه د ۱۲ بجو په شا او خوا کي د ماین یوه چاودنه وشوه،چي په کي د مري سکیورټي فورس ۲ تنان وژل شوي دي.

د لورالایي ډپټي کمشنر سهیل الرحمن بلوڅ په دغه اړه مشال ته وویل چي د مري سکیورټي فورس ګاډۍ د څمالنګ د سُورغاړي کڅ په سیمه کي یو ماین چې په ځمکه کې پت شوی وو ښکار شوه.

مري سکیورټي فورس یو سرکاري لښکر دی چې د کویلې د زېرمو ساتنه کوي.
په یوه بله پېښه کې په بارکان ضلعه کې رامنځ ته شوې د پولیسو د وینا تر مخه،نا څرګنده وسلوالو کسانو له پنجاب سره اړه لرونکو کارګرانو باندي ډزي کړې دي،چي پکې دوه یې وژلي او یو ټپي دی.

تر دې دمه لا چا د دې پیښو پړه په غاړه نه د اخیستې،خو اکثره د دا رنګه پیښو ذمه واري بلوڅ آزادي غوښتونکي سازمانونه پر غاړه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG