د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو مو د ترونو درې زامن ووژل.محمد ادریس خان


محمد ادریس خان د سوات د برې بانډۍ د کبل تحصیل اوسېدونکی او د نېشنل ډیفېنس یو اېس د برې بانډۍ مشر دی.دی وايي په سیمه کې د طالبانو له راتګ سره د سوات د نورو خلکو غوندې د دوی کورنۍ هم د ترهګرو له سختو ځورونو تېره شوېده.دده په خبره چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸م میلادي کال کې ترهګرو ورته د ترونو درې زامن شهیدان کړل.دوه یې نوکران ورته شهیدان کړل ،یو د تره زوی يې راټپي کړل او یو نوکر یې هم را ژوبل کړ.

دی وايي د کورنۍ لویه ګناه دا وه چې د سیمې مشري د دوی پر غاړه وه او بل دا چې په سیمه کې یې د قانون واک منلو نه د طالبانو .همدا وجه وه چې د کورنۍ کسان یې ور ووژل.

پرما څه تېر شو وطنه پروګرام کې محمد ادریس خان خپلې خاطرې بیانوي.چې کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG